دا نو اوس کومه تماشه ده ــــ تماشې جوړوې
د څو لحظو نه راته ـــــ څومره زمانې جوړوې
ژونده! قربان دې شمه ـ بد بد راته ولې ګورې
تۀ خو لګيا يې ـــــــــــ زما بدې ارادې جوړوې
زما لېلو ـ قيصه ګوئي به درته سوچ وړې وي
نن خو عجبې ـ مشيني شان افسانې جوړوې
مړې! شاعره خو هم نۀ يې ــ بيا د څه د پاره
کله تشبیه جوړوې ـــــــــــ کله کنائې جوړوې
رب چې زمونږ ترمنځه نۀ دي پېداکړې خپله
تۀ مو تر منځه ــــــ ولې هغه علاقې جوړوې
مطربه! وقف دي ـــــــ زما د زړۀ تارونه تاته
که ربابونه سازوې ـــــ که ترې باجې جوړوې
خرده! پرېږده ـــ په ازادو فضاګانو کښې ما
تۀ د هرڅه نه ــــــــ دايرې او ادارې جوړوې
قېصره! يا د جوړولو ــــــ هډو سوچ نۀ لرې
چې جوړوې نو بیا اشعار بې اندازې جوړوې
Post a Comment