خدائی مزاج لری دا بعضې غټان

شاعرې

اتوار، 1 دسمبر، 2024

خدائی مزاج لری دا بعضې غټان

 


معاش له هر څوک خپل اوزار ساتی

پاړو چې ځان ساتی نو مار ساتی


بادشاه د خپلې بادشاهۍ دپاره

نوکر عسکر وسله تيار ساتی 


نواب د خپل غم نه بېغمه نه دے

غلۀ او رهزن ساتی لوټمار ساتی 


خدائی مزاج لری دا بعضې غټان 

چې څوک ئې دوست وی هغه خوار ساتی


مغرور سړی سره ياری ښۀ نه ده

څوک ځانله څله دویم پلار ساتی 


راشه زمونږ د قام مقام اوګوره

هر څوک د بل په کار کښې کار ساتی 


د اولس دوسته شاه زلمو په تمه

روغانے ناست دے خوشې لار ساتی 


(ارواښاد روغانې بابا)

۴ مئی ۲۰۰۵ء

ایک تبصرہ شائع کریں

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف