د سترگو جنگ ته چې حاضر شومه همدا وجه / دَيا سنګھ انجان وه

شاعرې

Sunday, December 1, 2024

د سترگو جنگ ته چې حاضر شومه همدا وجه / دَيا سنګھ انجان وه

 



د سترگو جنگ ته چې حاضر شومه همدا وجه وه

د لیونـیــو چـــې په څــــېر  شومه  همدا وجه وه


کـړی تعریف  ما هر محفل کـې یاره  ستا د حسن

گـران په یارانو  چې زه ډېر شومه  همدا وجه وه


نه وم خـــبر  د تورو شــــــــــپو  له تیندکونو اشنا

د تورو زلـفـو  جال کې گــېر شومه  همدا وجه وه


ستا محبت کې مې ځان ورک کړو له خپل ځانه داسې 

چې راپیدا شوم ستا په څېر شومه همدا وجه وه


په هـمـدې لار  سحـر ماښام  د خوږ دیـدن په تمه 

کچکول ترڅنګ چې تېر راتېر شومه همدا وجه وه


ما به خــــــــــبـره  هر محفـــــــل کې د الفت کوله

له تنګ نظــرو چې  زه هـــېر شومه همدا وجه وه


خوږه خوږه  د یار خـــــــــــــندا نه را وریږي غزل

زه هم انــجــاڼــه چې شاعــر شومه همدا وجه وه

Post a Comment

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف