چې ســــــتا نه به زمـــا د لاس ګلـــونه ورکــېـــدۀ فضل داد فضل

شاعرې

اتوار، 29 اکتوبر، 2023

چې ســــــتا نه به زمـــا د لاس ګلـــونه ورکــېـــدۀ فضل داد فضل

 





چې ســــــتا نه به زمـــا د لاس ګلـــونه ورکــېـــدۀ
نو خود به دې لــــه مانه تصـــــويرونه ورکـــېـــدۀ
ما ستا د کلـــى والې ميــــنې پت پکښـــــــې پالو
په ښار کښې د بلها خــــلکـــونه زړونه ورکـــــېدۀ
د قام بچو مې څنګـــه به زدکـــړې وه پـښــــــتو
ددوى خـو لــه نصــابه کــــــتابــــونه ورکـــــــېدۀ
دشړق باران په ورځې مې له زړه ووخــدائې خبر
د زمکې نه چې ستا د خـپو خــــاپونه ورکـــېـــدۀ
دګوړې په شربت کښې به ئې پرې وسکې چاوئېل
قســــــــم دې لــــــــه هيبته به سـاختونه ورکېدۀ
هــغه چې په لـــــېدو به ئې لـه ځانه ورکـــــــېدو
لـــه هـغه کــــبر جــــــنو نه ځــانونه ورکــــــــېدۀ
دتـلـو راتـلـو خـبرې مــې لـــــه خيالــــه ووېسـتې
په واورو کښــې چــې سـتا د کلى غــرونه ورکېدۀ
د ځــــنې ځـــنې خلکـــو کــه نامــې پېدا کـــېدې
د ځــــنې ځنــــې خلکـــو به نـومــونه ورکـــــېدۀ
فضـــله څــه حالاتو انکارى کـــــړو لـــــه محـــفل
او څه د محــــــفلــونو نه خـــــوندونه ورکېـــــدۀ

ایک تبصرہ شائع کریں

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف