اوښکې دي څومره؟ سلګۍ څومره؟ شوګيرې څومره دې

شاعرې

منگل، 31 دسمبر، 2024

اوښکې دي څومره؟ سلګۍ څومره؟ شوګيرې څومره دې

 


د ډاکټر اسرار صیب یو ښۀ غزل:

ــــــــــ

اوښکې دي څومره؟ سلګۍ څومره؟ شوګيرې څومره دې

ستا انتظار کې نورې پاتې مرحلې څومره دي؟


دې ته نۀ ګورې چې په زړۀ يې څۀ په خولۀ يې څۀ دي

خلک تسبې د يو بل ګوري چې اوږدې څومره دي


ما دي ليدلي ځکه تاسو ته يې هم وايمه

ددې رڼو مخونو زړونو کې تيارې څومره دي؟


اول ترې دا پوښتنه کېږي بيا انعام ورکوي

تا ړنګې کړې د مېخوارو مېکدې څومره دي؟


د زړۀ طبله دې واوره شېخه بيا سندرې غنده

ستا په رګونو کښې راګونه او نغمې څومره دي


څوک چې راځي راځي يې څښلو او څټلو لره

د دې غريبو پښتنـو وينې خوږې څومـره دي؟


قاتلـــه درېغه چې ليدلې اوريدلې دې شوې

دا ستا په مرګ خلکو وهلې ډمامې څومره دي؟


د دنيا خلک يې په شمار د تماشو ستړي شو

په دې وطن د تماشو کې تماشې څومره دي؟


اسرارَ کله به خپل ځان په تور او سپين پوهوې

ستا په دنيا کې اخېر پاتې ورځې شپې څومره دي

ایک تبصرہ شائع کریں

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف