ماله بله دنيا راکړه ، دا دنيا مې خوښه نۀ ده
دلته تل ضمير خرڅېږي
پۀ دولت هر څۀ بدلېږي
د دروغو پۀ قيصه کښې
لوَړ سرونه راتاويږي
هر څاے مکر هر ځاے دام دے
فرېبونه دي جوړېږي
د نفرت د خان خاني ده
باغ د مينې تاله کېږي
دار بدل د انا الحق دے ، دا سودا مې خوښه نۀ ده
ماله بله دنيا راکړه ، دا دنيا مې خوښه نۀ ده
همېشه خليل ته اُور وي
نمرودانو له به زور وي
حکومت به د فرعون وي
او موسیٰ له کوهِ تور وي
د حسېن جهنډه چې واخلي
کربله به پرې تنور وي
د کنعانه ورک شي غوڅ شي
د خائيست چې د چا شور وي
چې د هر چا پۀ قسمت وي ، دا وفا مې خوښه نۀ ده
ماله بله دنيا راکړه ، دا دنيا مې خوښه نۀ ده
بورا سر پۀ چغېدو شي
ګل دې هم د رېژېدو شي
شمع هم سوزي بلېږي
پتنګ هم پۀ سوزېدو شي
تا چې واخلي دنيا پرېږدي
لېوني شي د ويشتو شي
چې مجنون شي د صحرا شي
فرهاد لا د تماشو شي
مينه سوزي ، مئين سوزي ، دا ادا مې خوښه نۀ ده
ماله بله دنيا راکړه ، دا دنيا مې خوښه نۀ ده
پۀ کعبه حبش خوارۀ شو
ابابيل را پېدا نۀ شو
د عيسی کور مو د غېر شو
ايوبي لښکر اُودۀ شو
چې تاريخ ستا د وحدت ؤ
هغه خاورې ته کچه شو
نور به څۀ وايم کۀ يو هم
خو پۀ نيشت باندې لېکه شو
زمان وائی دا د صبر ، انتها مې خوښه نۀ ده
ماله بله دنيا راکړه ، دا دنيا مې خوښه نۀ ده
Post a Comment