عبدالاکبر خان اکبر او خدائي خدمتګار ډرامه “يوه مطالعه”

شاعرې

Friday, October 27, 2023

عبدالاکبر خان اکبر او خدائي خدمتګار ډرامه “يوه مطالعه”

 


 ليکوال لعل بادشاه  خيالې  


عبدالاکبر خان اکبر او خدائي خدمتګار ډرامه

“يوه مطالعه”

عبدالاکبر خان اکبر د اګست د مياشتې په وړومبي تاريخ په کال ١٨٨٩ء  سپينه وړۍ عمر زو چارسده کښې پېدا شوے وۀ او د اکتوبر د مياشتې په يوؤلسم تاريخ ( ١٩٧٧ء / ١٠ / ١١ ) کښې وفات شوے دے ـ د پلار نوم ئې عبدالقادر وۀ ـ د خپل دور ښۀ شاعر او نثر نګار وۀ ـ د دوي شعري مجموعه د “خواږۀ تراخۀ” په نوم يادېږي ـ چې يو قامي، انقلابي او اصلاحي رنګ لري ـ د مولانا روم د مثنوي د رباعياتو منظومه پښتو ترجمه ئې د قدر وړ ده ـ د انجمن اصلاح افاغنه او خدائي خدمتګار تحريک د صدارت ذمه وارۍ ئې هم سرته رسولي دي ـ د عبدالغفار خان “باچا خان” يو کلک ملګرے وۀ خو دلته مونږه د عبدالاکبر خان صېب د ټول ژوند په هلو ځلو رڼا اچول نۀ غواړو ځکه چې خبره به ډېره اوږده شي ـ زمونږ مقصد د دوي د مشهورې ډرامې “خدائي خدمتګار” مطالعه کول دي او د دې خبرې لنډ شان وضاحت هم کول چې ډرامه څۀ ته وائي ـ په ډرامه کښې د پلاټ، موضوع، پس منظر او پېغام څۀ اهميت دے ـ د ډرامې دپاره کوم قسم ژبه پکار ده ـ دا ټولې هغه خبرې دي چې په کومو د يوې معياري ډرامې اډاڼه ولاړه وي ـ 

ښاغلے افضل رضا صېب په خپل کتاب “ډرامه” کښې ليکي چې :- “ډرامه د يونانۍ ژبې ټکي  “ډراؤ” نه وتې دے ـ ډراؤ په يونانۍ ژبه کښې عمل ته وائي ـ ډرامه او عمل يو بل سره تړلي څيزونه دي” دوي د يونانۍ ژبې د يو ليکوال سيسرCicere يو تعريف راوړے دے چې “د ژوند نقل، دود دستور ، ائينه او د رښتينوالي يعني د حقيقت عکاسۍ ته ډرامه وائي1”

د يوې معياري ډرامې خصوصيت دادے چې هغه به ديو وطن د تهذيب او ثقافت مطابق وي او دغه ډرامه به د معاشرې د وسېدونکيو د ذهني ارتقاء ذريعه وي ـ د هغې کردارونه، مکالمې، پلاټ، پسِ منظر به زړۀ راښکونکے وي ـ ژبه او بيان به ئې ساده او د معاشرې عکاس وي،  د ښاغلي اکبر صېب ډرامه “خدائي خدمتګار” هم د دې خصوصياتو يوه مجموعه ده ـ لکه څنګه چې د هغوي نورو ډرامو تربور، جونګړه، تعليم جديد او تهذيب شهرت موندلے وۀ، هم دغه رنګه “خدائي خدمتګار” ډرامې ته هم شهرت حاصل شوے وۀ۔ د دوي دا ټولې ډرامې وخت په وخت د خدائي خدمتګار تحريک په جلسو کښې په سټېج لوبولے شوي دي او خلقو ترې خوند اخستے دے ـ 

خدائي خدمتګار ډرامه په کال ١٩٣٠ء کښې ليکلے شوې ده او هم په دغه کال په شلم اپريل په اتمانزو چارسده کښې په سټېج لوبولې شوې ده ـ دا ډرامه په کال ١٩٣٨ء کښې په اول ځل چاپ شوې هم ده ـ چې د فخر افغان خان عبدالغفار خان په نوم منسوب شوې ده ـ 

په ډرامه کښې کردارونو ته ډېر لوے اهميت حاصل وي ـ چې کردارونه ژوندي وي نو ددې په وجه د ډرامې موضوع، پېغام يا سبق ډېره په اسانه پوهه کښې راځي ـ دغه شان ډرامه کښې ژبې ته هم لوړ مقام حاصل وي ـ په خدائي خدمتګار ډرامه کښې چې کومه ژبه استعمال شوې ده او کوم ځاے کښې چې د وخت مناسبت سره ابيات راوړي شوي دي نو هغه هم دستائنې جوګه دي۔ ددې ډرامې په اولني منظر کښې د زميدار ( وداني ) واړۀ بچي په شلېدلوجامو کښې راوځي ـ يو د خپل عاجز حالت قيصه بيانوي او بل ورکوټے مور له د خوشحالۍ زېرے ورکوي ـ ددې مکالمې نه پس چې کوم شعرونه وړاندې شوي دي هغه څۀ په دې ډول دي ـ 


نۀ د استوګنې مو کټ کېږدۍ شته 

نه مو ټوپۍ شته، نۀ مو څپلۍ شته 

نه مو جامو کښې روغه تڼۍ شته

دور شه زمونږه د ذِلت ژونده

عالم خوشحال وي اختر چې راشي 

زمونږ په کور کښې جوړه ژړا شي 

هغه پوهېږي په چا چې راشي 

تۀ څۀ پوهېږې اے دولتمنده


پنبه به اوشي سپينه خندانه

کور ته به راوړم زۀ دانه دانه

جوار به لوے شي ډاډۍ دپاره

ښکلي روتو به ئې اے زما جانه

دنيا به بيا شي په مونږ ودانه

پنبه به اوشي سپينه خندانه2


هر کله چې ودانے زميدار د عطر چند سېټهـ نه په سود روپۍ اخلي، خپله کوټه ورسره ګاڼه کوي، سېټهـ ورته وائي چې څلوېښت روپۍ به درکړم او د کال سُود سره به ١٠٠روپۍ ليکم، نو ودانے ښۀ پوهېږي چې څلوېښت روپۍ ډېرې کمې دي او سود پرې زيات دے خو مجبوري وي ـ سېټهـ ورته روپۍ ورکوي او ودانے ورسره خپله د استوګنې کوټه ګاڼه کوي او دستخط ورته کوي ـ د دې باره کښې دا يو څو ابيات د ستائنې جوګه دي ـ 

مسلمه خواره، خوار زمينداره

فکر لږ وکړه د خداے د پاره

په سود پړ سود کښې لاړې تباه شوې 

هر مصيبت دے هم ستا د پاره

الله دې مل شه، ساعت مشکل دے 

په درد و غم کښې ډېر بې قراره3


  په دې ډرامه کښې د پښتو متلونو او محاورو نه هم کار اخستے شوے دے ـ د څۀ په وجه چې د ډرامې خوند نور هم يو په دوه شوے دے ـ د پښتو متلونه دي ـ نن دے که سبا دے، دا مال د زرغون شاه دے، مطلبي په خټه اور لګوي  او د پښتو محاورې دي چې  “په سر کښې ارې ښخېدل، اوبۀ بلېدل، په خټه اور لګول او داسې نور متلونه او محاورې دي چې د دې ډرامې ښکلا پرې سېوا شوې ده ـ يو څو حوالې وړاندې کول ضروري ګڼم ـ 

عجيبه عقل دے ـ په ټوله علاقه کښې هېڅوک هوښيار نۀ ووـ ټول نۀ پوهېدۀ ـ خو مطلبي په خټه اور لګوي ـ 

ښۀ خورو ښۀ څښُو، زما او ستا په سر څۀ ارې ښخې دي، تانه چا ماليه غوښتې ده، چا د کوره شړلے يې ـ 

کۀ مونږ تعليم يافته نن هم د خپل قام خدمت ته تيار نۀ شو نو دا ياد ساته “نن دے که سبا دے  دا مال د زرغون شاه دے” په کومه ونه چې وېنۀ ولګي نو د هغې څانګې ژوندۍ نۀ شې پاتې کېدے4 ـ

دښاغلي عبدالاکبرخان اکبر په دې ډرامه کښې د دعوتِ تبليغ برخه هم د ستائنې جوګه ده ـ لکه د يو ځوان خدائي خدمتګار دا وېنا:-

مونږ هم د دې قام يُوـ دا قام زمونږ دے ـ زما د اول نه هم دا خيال وۀ او نن مې خو کلکه اراده وکړه چې خپل ځان د خداے پاک د بې کس مخلوق په خدمتګارو کښې شاملوؤم او د حقيقي مسلمان په شان د خداے په هغه حکم عمل کوم چې فرمائيلي ئې دي چې کُنْتُمْ خَیْرَ اُمَّۃٍ اُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَاْمُرُوْنَ بِاالْمَعْرُوْفِ وَتَنْھَوْنَ عَنِ الْمُنْکَرِ” تاسو غوره اُمت يئ ـ ما د خلق الله د ارام دپاره پېدا کړئ ـ تاسو به خلقو ته د نېکو نصيحت کوئ او د بدۍ نه به ئې منع کوئ”

څۀ چې رسول کريم صلعم فرمائيلي دي ـ د هغې تبليغ کوم او دا نۀ وايم چې ډاکې کوئ، خزانې لوټ کړئ، جنګ وکړئ، په فرنګيانو ورمنډه کړئ، مونږ خو خپل کور جوړوو5 ـ

د يوې ښې ډرامې دپاره ضروري ده چې هغه دې د يو قام دپاره د سبق ذريعه وګرځي ـ چې قام راويښ شي ـ خپل ښۀ او بد وپېژني ـ په دې ډرامه کښې چې کوم سبق راوړے شوے دے نو دا داسې سبق دے چې را روان نسلونه به ترې هم استفاده کوي ـ عمل به پرې کوي او نورو ته به هم د عمل کولو درس ورکوي ـ ددې ډرامې “خدائي خدمتګار” د مطالعې په دوران کښې چې زۀ کومې نتيجې ته ورسېدم ـ نو هغه دا ده چې ددې په ذريعه د پښتون قام په روزنه کښې ډېر لوے لاس امداد شوے دے ـ نن چې د پښتنو د يو والي کوششونه او د پښتو ژبې د ترقۍ دپاره هلې ځلې کېږي نو دا هم د دا قسمه ډرامو اثرات دي چې ټول د پښتوژبې خاوندان ئې محسوسوي ـ غرض دا چې د موضوع، کردارونو، مکالمو، پلاټ، ماحول او پېش منظر سره هم انصاف شوے دے ـ په حقيقت کښې دا ډرامه “خدائي خدمتګار” د نوي کُول دپاره يو نۀ هېرونکے پېغام او سبق دے ـ 


حوالې


1) محمد افضل رضا، ډرامه ، پېښور ، يونيورسټي بک اېجنسي ، اول ځل ، ١٩٦٥ء  ، مخ  ٧

2) ډاکټر  محمد زبېر حسرت، “ تماشې” لټون او سمونه ، پېښور ، عامر پرنټ ، پبلشرز ، اکتوبر  ٢٠١٤ء  ،  مخ  ٣٦

3) همدغه مخ  ٤٢

4) همدغه ، مخ ٤٥ تا   ٤٧

5) همدغه  ،  مخ ٤٧  ،  ٥٠



د عبدالخالق خليق ډرامه “شهيده سکينه”

د خپلو کردارونو په رڼا کښې


            ښاغلے عبدالخالق خليق د نوښار مانکي شريف وسېدونکے وۀ۔ په کال ۱۸۹۵ء کښې د ښاغلي حافظ عبدالحق کره پېدا شوے او په کال ۱۹۷۸ء کښې وفات شوے دے۔ د خدائي خدمتګار تحريک ملګرے وۀ۔ د پښتون مجلې په دوېم او درېم دور کښې ئې د مدير خدمات سرته رسولي دي۔ د هغوي د ډرامې د “شهيده سکينه” سره سره يوه بله ډرامه “خوږ ژوندون” په اول ځل ۱۹۴۱ٔ او په دوېم ځل ۱۹٦۴ء کښې هم په کتابي شکل کښې چاپ شوې ده، د ښاغلي خليق صېب د نثر کتاب “د ازادۍ جنګ” او په منظوم شکل کښې “زۀ او زما زمانه” د ستائنې جوګه دي۔ د ښاغلي خليق صېب اولنۍ  ډرامه “خدائي خدمتګار” په سټېج لوبولې شوې ده خو په کتابي شکل کښې لا تراوسه نۀ ده راغلې۔

د ښاغلي خليق صېب “شهيده سکينه” په اول ځل ۱۹۳۵ء په دوېم ځل ۱۹۴۵ء او په درېم ځل ۱۹۵۴ء کښې چاپ شوې ده او زما د ليک مقصد هم د دې ډرامې د کردارونو مختصر شان مطالعه کول دي خو د دې نه وړاندې ځان په دې خبره هم پوهول ضروري دي چې ډرامه څۀ ته وائي؟ په يوه ډرامه کښې د پلاټ، موضوع، پسِ منظر او پېغام څۀ اهميت دے او د ډرامې د پاره کوم قسم ژبه پکار ده۔

ښاغلے افضل رضا صېب په خپل کتاب “ډرامه” کښې ليکي چې “ډرامه د يونانۍ ژبې ټکي “ډراؤ” نه وتے دے، ډراؤ په يونانۍ ژبه کښې عمل ته وائي۔ ډرامه او عمل يو بل سره تړلي څيزونه دي۔ دوي د يونانۍ ژبې د يو ليکوال سيسر (Cicere) يو تعريف راوړے دے چې “د ژوند عمل، دود، دستور، ٰائينه او د رښتونوالي يعنې د حقيقت عکاسۍ ته ډرامه وائي”(۱) نو ځکه مونږ دا وئيلي شو چې يوه معياري ډرامه به د يو وطن د تهذيب مطابق وي دغه ډرامه به د معاشرې د وسېدونکيو د ذهني ارتقا ذريعه وي۔ د هغې کردارونه، مکالمې، پلاټ او پس منظر به زړۀ راښکونکے وي، ژبه او بيان به ئې ساده او د معاشرې عکاس وي او زۀ دا خبره په دعوٰی سره کولې شم چې د ښاغلي خليق صېب ډرامه “شهيده سکينه” هم د دې خصوصياتو يوه مجموعه ده۔ په دې ډرامه “شهيده سکينه” کښې د نورو ګڼو کردارونو سره سره يو څو ژوندي کردارونه د حاجي محمد شريف، ظريف، قديم خان وکيل، سکينه، د سکينې مور، نرګس، فريدون، سر جمشېد او مسټر جېمس په نوم دي۔ حاجي محمدشريف يو مشهور سوداګر او زميدار وي، ظريف د دوي نيازبين او بدکرداره زوے وي، قديم خان وکيل د حاجي شريف زوم او د سکينې خاوند وي، نرګس د ظريف ښځه چې د بمبۍ فارسۍ جينۍ وي، فريدون د ظريف ملګرے چې د فارسۍ فلم کپنۍ ډائرېکټر وي، هم د دۀ په ذريعه ظريف خان د نرګس سره وادۀ کړے وي۔ سر جمشېد ډېر زور لګولے وي چې د نرګس وادۀ دې د هغۀ زوي مسټر جېمس سره وشي خو يوه ورځ ئې سرجمشېد په ديکو ديکو له کوټې نه شړلے وي او خپلې مور ته ئې وئيلي وو چې زما خاوند به مسټر ظريف وي او کۀ داسې ونۀ شوه نو زۀ به خودکشي وکړم۔ د دې ډرامې په اولنو بابونو کښې د جومات امام، د سکول استاذانو، يو مسافر او څو مېلمنو هم کردار لوبولے دے۔

دا ډرامه په پنځو بابونو وېشلې شوې ده۔ وړومبي درې بابونه ئې په څلورو څلورو او څلورم او پنځم باب ئې په درېو درېو منظرونو وېشلے دے۔ دا کتابي ډرامه دومره زړۀ راښکونکې ده چې لوستونکي په دې مجبور شي چې په يوه ناسته کښې ئې ولولي۔ د دې ډرامې“شهيده سکينه” وړومبے کردار د حاجي محمد شريف په نوم شورو کېږي لکه څنګه چې د حاجي صېب نوم محمد شريف دے نو دغه رنګه ئې کردار هم شريفانه دے۔ د حاجي د ژوند وړومبے دور د ډېر تنګدستۍ سره تېرېږي خو ډېر زر د خپل صفا نيت او محنت په وجه د ډېر جائداد او دولت مالک شي۔ د هغۀ ارمان وي چې د هغۀ زوے دې ښۀ تعليم حاصل کړي او يو ښۀ انسان ترې جوړ شي۔ د پرائمري تعليم نه پس ئې په سرکاري هائي سکول کښې داخلوي او چې کله په اتم جومات کښې دوه ځله فېل کېږي نو پلار سره ئې فکر شي، د استاذ نه ئې د فېل کېدو وجه معلوموي۔ استاد حاجي صېب ته مخ راړوي او ورته وائي چې تاسو ئې د فېل کېدو غم کوئ او زۀ وايم چې د ظريف په يو بل نقصان ژړل پکار دي چې هغه د اخلاقو خرابي او تباهي ده۔ تاسو ورله جېبونه د روپو ډکوئ خو تپوس ترې نۀ کوئ چې روپۍ په څۀ لګوئ، د سکول استاد ورته د زوي د حاضرۍ رېکارډ وښائي او د ظريف د بدکردار نه ئې هم خبر کړي۔

ښاغلي خليق صېب چې په دې ډرامه کښې د نوي کُول د تعليم او تربيت په خاطر د سکول د استاد کوم کردار د ماسټر صېب په نوم راوړے دے چې د ماشومانو د نفسياتو ماهر وۀ نو کۀ حاجي صېب په وخت د ماسټر صېب په خبرو عمل کړے وۀ نو نن به ظريف خان دومره نافرمانه نۀ وۀ او نۀ به حاجي صېب په اخري عمر کښې دا ارمان کولو کۀ الله تعالٰی ما له د محمد ظريف په ځاے لُور راکړې وه نو ډېره به ښه وه۔ د ماسټر صېب خبرې د کاڼي کرښې وې۔ د هغۀ دا وېنا زړۀ ته کوزېږي چې کۀ څوک دا ارزو لري چې زما زوے يا ورور دې په صحيح معنو کښې مکمل انسان جوړ شي نو چې يوه حصه د هغۀ په تعليم توجه کوي نو درې حصې دې د هغۀ د اخلاقو په تربيت او صلاحيت غور وکړي او مناسب تعليم دې ورکړے شي۔ ماسټر صېب به اکثر حاجي صېب سره د هغۀ د زوي په حقله د مثالونو په ذريعه خبرې کولې۔ يوه ورځ ماسټر صېب حاجي شريف صېب ته يو مثال وړاندې کوي چې هندوانو خپلو بچو ته په وړوکوالي کښې دا خبره ښودلې ده چې د غوا غوښه خوړل ګناه ده نو ځکه هغوي د غوا د غوښې نه نفرت کوي۔ دغه رنګه مسلمانانو ته هم د ځنو غوښې خوړلو نه نفرت ښودلے شوے دے نو کۀ مونږه د وړوکوالي نه د ماشوم په دماغو کښې د ښۀ اوبد تميز نقش کړو نو چرته به هم ماشوم د ناکاره کار کولو کوشش ونۀ کړي۔ د ماسټر صېب دا خبره هم د قدر وړ ده چې کوم سړے خپلو وړو ته نصيحت کوي يا کوم استاد د خپلو شاګردانو د اخلاقي اصلاح کوشش کوي هغه به په خپله هم د دغو بدو کارونو نه ځان ساتي او هغه ښۀ کارونه چې بل ته ئې ښائي په خپله به هم کوي۔

په دې ډرامه کښې د ظريف کردار د يو نافرمانه زوي، د يو ظالم ورور او د يو وخت پرست انسان په شکل کښې ښودلے شوے دے۔ د کوره تښتېدل، په کلکته کښې کور په کرايه اخستل، شراب څښل، جواري کول، په سنټر جېل کلکته کښې بندي کېدل، د پلار په کوششونو د قېد نه ازادېدل، مور سره دهوکه کول، د خور کالي خرڅول، د نرګس سره وادۀ کول، د پلار د وفات نه پس مور او خور د کوره شړل د ظريف د کردار خلاصه ده۔

قديم خان وکيل د سکينې خاوند وي، هر کله چې هغۀ ته د پېسو ضرورت پېښ شي نو د ډېرې مجبورۍ نه د خرڅ د پاره د سکينې نه کالي وغواړي خو کالي چرته وي، هغه خو د هغې ورور ظريف د پېښور په اندرشهر بازار کښې خرڅ کړے وي۔ د قديم خان وکيل په خبرو خبرو کښې د سکينې سره خفګان پېدا شي او څو ورځې پس دوېم وداۀ وکړي۔

په “شهيده سکينه” کښې د سکينې کردار د يوې فرمانبردارې لُوراود يوې زړۀ سواندې ښځې په شکل کښې وړاندې شوے دے۔ لکه د مور پلار په شان ئې د خپل ورور ظريف نه د خوشحالۍ ورځ ليدلې نۀ وي۔ لکه څنګه چې ئې پلار حاجي شريف د ظريف د لاسه د دې دنيا نه ارماني تلے وي دغه رنګه ئې مور هم د زوي د لاسه د ډېرو تکليفونو او اهونو سره وفات شوے وي۔ د سکينې ټول ژوند د خپل ورور د لاسه په غمونو کښې تېر شوے وي، د خپل خاوند قديم خان په دوېم وادۀ هم ډيره زهيره شوې وي او د مور د وفات په ورځ خو دومره سوخت واخلي چې قلم او مشواڼۍ راواخلي، يو اوږد خط ليکي، د اوبو په شان دارُو په يو ګلاس کښې اچوي، زهر خوري او خود کشي کوي۔ په يوه ورځ ئې مور سره جنازه کېږي او د اخون دروېزه بابا په مقبره کښې د خپل ليکلي وصيت مطابق ئې په يو ارت قبر کښې د خپلې مور سره يو ځاے ښخوي۔ ښاغلے خليق صېب د دې ډرامې په اخري برخه کښې د سکينې حال څۀ په دې ډول راوړے دے۔

“وائي چې څۀ وخت د دې بيبيانو کټ د جنازې په مېدان کښې کښېښودې شۀ نو دومره خلق د يوې بلې مخې نه راغلل چې شمار ئې نۀ شۀ کېدے۔ ټول ډېر ښائسته ښائسته شکلونه او صفا جامې اغوستې مېلمانۀ معلومېدل، ولې چې څۀ وخت جنازه وشوه نو دغه خلق بيا هېچا ونۀ ليدل”(۲)

زما په خيال کۀ هرڅومره د سکينې ژوند په تکليفونو کښې تېر شوې وۀ خو بيا هم د دې ډرامې نوم“شهيده سکينه” بالکل مناسب نۀ وۀ۔ هغې خودکشي کړې وه او خودکشي حرامه ده او دغه شان په ژوند کښې ئې هم د خپل خاوند قديم خان نه پټ په پټه او بغېر مشورې ټول کالي خپل ورور ظريف له د خرڅ د پاره ورکړي وو۔ د ظريف د لاسه چې څومره تکليفونه د سکينې مور پلار ته رسېدلي وو دومره بل چا ته رسېدلي نۀ وو، د دوي دواړو کردارونه هم ډېر سپين سپېځلي وو نو ځکه کۀ د دې ډرامې نوم د هغې د مور په نوم شوې وۀ نو غوره به وه۔ او کۀ خامخا د دې ډرامې نوم د سکينې سره تړل ضروري وو نو بيا د “شهيده سکينه” په ځاے “بي بي سکينه” نوم به ډېر ښۀ وۀ ځکه چې په دې ډرامه کښې د سکينې د پاره د “بي بي” ټکے هم راوړے شوے دے۔ د دې د پاره دا يوه حواله وړاندې کول ضروري ګڼم۔

“د محمد ظريف نه علاوه د حاجي صېب يوه ډېره نېک خويه، نېک عمله او سياله لُور “بي بي سکينه” هم شته چې په قديم خان بي اے، اېل اېل بي باندې وادۀ وه، اوس دا خبره پېښه ده چې د حاجي صېب د جائداد د روپو وارث به څوک وي”(۳) 

ښاغلي خليق صېب د وخت مناسبت سره د ډرامې په مختلفو بابونو او منظرونو کښې شاعري هم رواړې ده۔ د حوالې د پاره دا يو څو شعرونه وړاندې کوم چې د تعليم، تربيت او مينې محبت غوره نمونې دي:

دېوال چې له بنياده په کږه ډډه روان شي

بيانېغ به چرې نۀ شي عن کۀ پورته تراسمان شي

ظريف لاړۀ ګمراه شۀ د شېطان په لار روان شۀ

زما دې په اخر عمر کښې مل غني سبحان شي


دستور د معشوقو ماته معلوم دے د پخوا نه

په غشو د بڼو سړے زخمي کړي په ځيګر

چې بيا ترېنه ملهم د وصل غواړې په خندا شي

وئي زۀ خو ستا له زخم نه هر ګز نۀ يم خبر


دولت اومال جائداددې ستانصيب شي اے ظريفه

زمونږ خو پس له دې نه فقيري ده او ذلت

مونږ دواړه به کوڅه په کوڅه ګرځو خېر به غواړو

صدا به کړو رحمت د پښتنو شه په غېرت (۴)


ډرامه د دې مقصد د پاره ليکلې شي چې د هغې په ذريعه د خلقو ذهني ارتقا وشي، هغوي د خپل تهذيب او ثقافت سره اشنا شي، په هغې کښې دې د يوې معاشرې د وسېدونکيو د پاره پېغام موجود وي۔ د دې د پاره ضروري ده چې د دغه ډرامې ژبه دې ساده او د معاشرې عکاس وي او هغه دې د خپل پلاټ، پس منظر، مکالمو او د ژوندي کردارونو په وجه زړۀ راښکونکې وي۔ په دې لړ کښې دا خبره په ډاګه کېږې چې محترم عبدالخالق خليق صېب د دغه لوازماتو پوره خيال ساتلے دے۔ هغه د دې ډرامې ليکلو په وخت د خپلې معاشرې د خويونو او رويو پوره مطالعه کړې ده او په ډېر چل هنر ئې د دغه خويونو غندنه او ستائينه هم کړې ده۔ کۀ زۀ ووايم چې د دې ډرامې د کاميابۍ په شا د ښاغلي خليق د ژوند تجربه او د خدائي خدمتګار تحريک د ملګرتيا اثر موجود دے نو بده به نۀ وي۔

حوالې

1) محمدافضل رضا، ډرامه، پېښور، يونيورسټي بک اېجنسي، اول ځل، ۱۹٦۵، مخ ۷

2) ډاکټر محمد زبېر حسرت، “تماشې”، لټون او سمونه، پېښور، عامر پرنټ، اکتوبر۲۰۱۴ء،  مخ ۱۸٦

3) هم دغه، مخ ۱۷۳

4) هم دغه، مخ ۱۴۲، ۱۵۴، ۱۷۷، ۱۷۸


Post a Comment

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف