د ميكدې به خداى قضا راوسته
چې يې اختيار كې د ملا راوسته
منم رهبر پخپله مخكې لاړو
خو قافله خو يې په شا راوسته
څومره جونګړو ته دې اور ورته كه
چې خپل محل ته دې رڼا راوسته
د زرو بت ته يې سجده ونكړه
خداى زما مينه سر بالا راوسته
ته يې چې ته زما حيا اخلي
زه يم چې ما د تا حيا راوسته
ما په ژړا ژړا خندا غوښتله
تا په خندا خندا ژړا راوسته
چار درته وې چې زړه كې ځاى وركوه
((سليمه!)) كور ته دې بلا راوسته
Post a Comment