زه يوازې شومه خـــــــــلکه يو ملګرى مې پـکار دې
دانشورو نه مې بچ کړئ څوک مجنون رالـــه پېدا کړئ
د جومات اوستاد عرب دى په مکتب کښې ډهلي وال دې
يو اوستاد راله پېدا کړئ خــــو پښتون راله پېدا کړئ
ارواښاد سيف الرحمن سليم
لږۀ پۀ شونډو دې خندا خوره کړه
زما پۀ ژوند کښې څۀ رڼا خوره کړه
زما پۀ قبر غونچې مه خوروه
د خپلو پښو خاوره پۀ ما خوره کړه
خور شوے زړه مې پرې راټول غوندې شو
دا لوپټه راباندې چا خوره کړه
زما دا څيرې ګريوان څيرې پريږده
ناصحه! ځان باندې قبا خوره کړه
سيف الرحمن سليم صېب
د ماښام خړه ده، لار نه وینم، کمزوری یمه
داسې څوک شته چې ما لږ بوځي میکدې پورې .
ارواح ښاد سيف الرحمن سليم .
Post a Comment