ګواهي
زه هغه لاس هغه ټوپک پيژنم!
چې د کوم لاس د کوم ټوپک د لاسه
زما د قام د مشرانو سينې
غلبيل, غلبيل په وينو ورنګيدې
زما ننګ د ملنګانو وينې
لکه اوبه د باران وبهيدې
دغه لاس, دغه ټوپک, دغه مورچه
زما د ستړي ژوند د عمر قيصه
دغه زما د پاره نوې نه ده
دغه زما د زمانو تجربه
دا ټوپک, دغه شپيلۍ, دا مردکی
مدام زما د زړه, ځيګر وتي
دا بارود, دغه ګولۍ, دغه لوګي
زما د هر شهيد د سره وتي
زما د څومره شهيدانو وينې
دغه نظر, دغه ګولۍ خوړلي
زما د څومره ارمانونو وينې
دغه ټوپک, دغه شپيلۍ نوستلې
دغه لاس, دغه ټوپک, دغه نظر
زما ښکالو, زما اواز پيژني
زما د زړه د رڼا لارې نيسي
زما سندره, زما ساز پيژني
ما چې په کوم لوري قدم اخستی
دغه نظر په هغه لور وتی دی
زما شعور چې کله ساه اخستې
د دې ټوپک د خولې نه اور وتی دی
دغه لاس دغه ټوپک , دغه ګولۍ
مدام زما په وينو رنګ راغلي
دغه اور, دغه نظر, دغه خطر
زما د قام سره په جنګ راغلي
خو! دا ځل دغه دښمن , دغه قاتل
ما سره ډيره عجيبه کړې ده
زما پښتو پورې يې ټوقې کړي
زما په لاش يې تماشه کړې ده
زما پښتو لا دومره سپکه نه ده
چې دا ناشونې ناروا وزغمي
پښتون له دومره بې غيرته نه دې
چې په پښتو پورې خندا وزغمي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
صاحب شاه صابر
ایک تبصرہ شائع کریں