زړۀ مې مات شوے دے اوس لېچو له شړنګ مه ورکوه
بس کړه د خټو دېوالونو لـــه رنـــګ مه ورکوه
اوس ترې د مکر په ټکور ټـکـــور کښې ساه اوباسې
سوو زخمونو له ټکور د پتنګ مه ورکوه
چې خېر دې نه ورکوه خیر دے رخصت کړی به دې وه
کچکول لــــه لتــــې اے اشـنا د ملنــــګ مه ورکوه
دوي له شراب ورکړه چې ټال غونــدې یـــې وځنګـــوي
ساقي دې بعضې غم خوړلو له بنګ مه ورکوه
چې هر یو سازیی را خیژئ په زړه پولئ مطربه
د غم تار نیسه د مستۍ تار له ټنګ مه ورکوه
بس کړه راواخله يې په غاړه يـې کـړه شرمېږې ولې؟
ځما د لاسو امېلونو له زنــــــګ مه ورکوه
چې ښه پوهېږې اے منيره چی په زمکه یی غورځیئ
جانان له لاس کښــي بيـــا ګلونه او بنـــګ مـــه ورکـــوه
ایک تبصرہ شائع کریں