درد مې اسویلی کړه بیا که ځې نو ځه
ځان ته مې لوګې کړه بیا که ځې نو ځه
ته او بیا راتله په عقل ګرانه ده
نن مې لېونی کړه بیا که ځې نو ځه
ووایه رښـتیا که خپلېـدی نـه شو
خیر دی ما پردی کړه بیا که ځې نو ځه
تندې ته مې وګوره طاعون نه شې
شونډې مې لوندې کړه بیا که ځې نو ځه
سترګو له مې لږ غوندې خوب راوله
ورکې شوګیرې کړه بیا که ځې نو ځه
شپه ده شوګیره ده څه معلومه ده
ډکې پېمانې کړه بیا که ځې نو ځه
مینه څه ده؟ کله زه او ته څه یو
پوه مې لږ په دې کړه بیا که ځې نو ځه
کېنه د صابر په خوا کښې کینه لږ
ورکې یې کیلې کړه بیا که ځې نو ځه
ارواښاد صاحب شاه صابر
پ
#صاحبشاهصابر #پښتوژبه #غزل
ایک تبصرہ شائع کریں