جالې د بلبل ته د چمن ګلونه نه ورځي
پرس له د بې مخه مخائي مخونه نه ورځي
دغه خو د مينې علامې دي چې ظاهرې شي
حسن له پخپله هيڅ ادا نازونه نه ورځي
دا خو د ځوانۍ په پسرلي باران د زړونو وي
وچ بوټي له بيا د بوراګانو زړونه نه ورځي
غېږ ورکول مينه احترام دے دغه جنګ نه دے
ځکه خو رخسار له په تندۍ غاښونه نه ورځي
واخلي چې د يار د تصور زانګو کښې خوند د خوب
بيا ورله په نورو بسترو خوبونه نه ورځي
سخت زړه د خزان دے چې نازک ګلونه خاورې کړي
داسې نزاکت له خو د چا لاسونه نه ورځي
ډوب دے د بادې په سياهۍ د روغاني قلم
چا وې چې نېستمند له د مستۍ چلونه نه ورځي
ایک تبصرہ شائع کریں