د سرو لمبو د غرغرو د شوره نه دي خبر
دا څوک چې جنگ غواړي د جنگ له زوره نه دي خبر
زما د کور د ورانولو په ارمان ليوني
د خپل ارمان د ورانېدونكي كوره نه دي خبر
د خاموشی په تقدس ايمان لرونکي خلک
له لرزېدلي، لرزوونکي اوره نه دي خبر
زما بچي لا د گودر اوروركي يادوي
دوی په گودر دلگېدلي اوره نه دي خبر
دومره خبر یم چې د تورو نه يي ويني څاڅي
دومره پوهیږم چې یاران په توره نه دي خبر
چې د چا زړه ورانوي څنگه به مانی جوړوي
چې د بل بد کوي د بل د پوره نه دي خبر
دا خلک دومره د نفرت په گناه مه گرموه
دوی ته گناه نشته صابره وروره نه دي خبر
Post a Comment