اذیت
زه اکثر له خپله ځانه
داسې ورک شمه باغي شم
داسې هېر شمه ياغي شم
کله يو لمحه د ژوند مې
لکه بت په زرها کاله
بس په يو حالت ولاړه
نه تېرېږي نه بدلېږي
کله مياشتې او کلونه
لکه سيند د اباسيند چې
په چپو په غورنځنګونو
بس ،روانې وي تېرېږي،
د سپرلي د باد وږمه شي
راخوره شي،
راشي،
تېره شي،
خوره شي
بس د باد په نيلي سور شم
ژوند ته شاته شاته ګورم
خو حالات مې بيا په زوره
هڅوي چې مخښکې ګوره
چې په دغه سمند سور شم
د حوا په کمند سور شم
سوچ مې واخلي لېونے شم
نه د ځان شم نه پردے شم
د يو نوي ژوند تابيا کړم
بيا زړو قيصو ته شا کړم
خو د ژوند په کټوري کې
بيا هغه نکتې له راشم
بيا مايوسه شم خطا شم
چې راون يمه روان يم
خو که ودرېدم نو بيا؟
Post a Comment