ملنګه ته چې ﺯمونږ ٶره له راتلې / عابد ملنګ

شاعرې

منگل، 15 اکتوبر، 2024

ملنګه ته چې ﺯمونږ ٶره له راتلې / عابد ملنګ

 


دا وسوسی می مدام زړه له راتلې

چې ته ﺯما په ژوند کښې څه له راتلې


چې دوا مئين دې يو کٶلې نه شو

نو محبته بيلتانه له راتلې 


چې به په تا څه تبصره کيدله

يو دم به اوښکې مې باڼه له راتلې


مرګه نو ﺯه خو ژوند وژلې يمه

مرګه نو‌ ولې ما سپيره له راتلې


" ملنګه " ﺯه يواځې ګرمه نه وم

ملنګه ته چې ﺯمونږ ٶره له راتلې 


عابد ملنګ

ایک تبصرہ شائع کریں

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف