په هر دم په هر قدم کښې خاموشي ده
د دې کلي په هر چم کښې خاموشي ده
چرته چڼ هم د فریاد اورېدے نه شي
عجیبه ده جهنم کښې خاموشي ده
څۀ سبب دے د چمن ملګريو! دا ځل
د ګلونو په موسم کښې خاموشي ده
خود منصور غوندې به دار باندې ځنګېږو
چې مو چغه کړه عالم کښې خاموشي ده
څۀ کم ظرف لکه دریاب نه یم چې شور کړم
سمندر غونډې مې زغم کښې خاموشي ده
د حالاتو مرثیه وایه ورو رازه !
د تورتم دؤر ماتم کښې خاموشي ده
سليم راز
Post a Comment