نن غنى راته قیصې د جنت اوکړې
ويل يې هلته کښې به حورې و غلمان وي
نه به لوږه نه به تنده نه به غم وي
نه به هلته کښې نوکر چرته د خان وي
ما ويل صبر که غني زه يو تپوس کړم
هلته هم به مئينتوب وي که تش ځان وي
غني رو غوندې مسکے شو بیا ئې اوویل
هر سړي سره به څنګ کښې خپل جانان وي
ایک تبصرہ شائع کریں