په آئينه کې مې خپل ځان معلوموو
په خپل ځان کې مې جهان معلوموو
لټولې مې د غم کرښې په مخ کې
ما په ژوند کې خپل تاوان معلوموو
سترګې هسې مې ترې بل خوا واړولې
ما په مينه کې جانان معلوموو
ترې واپس شوم غرېو نيولې په ژړا کې
د پښې ځاۍ مې په ګمان معلوموو
روغانې دومره د شونډو وږې نه وو
دا ئې هسې ستا ايمان معلوموو...
عبدالرحیم روغانې بابا
Post a Comment