غزل
_______
یو قیامت دی خو ځه خیر دی خیر دی
تا نه ستا لیونی هیر دی خیړ دی
په سینه کې مې حسن رګونه شلوي
په پنجره کې زمری ګیر دی خیر دی
درد او غم د ژوندون نه ارام نه سکون
عشقه ستا لیونتوب ډیر دی خیر دی
اوس ځواني تیره ده ستا خاني تیره ده
ستا د حسن دوران تیر دی خیر دی
په مقطع کې مې ستا تخلص راوستو
خلک واي چې ستا شعر دی خیر دی
___________________________
سید شاه سعود
ایک تبصرہ شائع کریں