غزل
په ذهن کښې مې ګرځې د سودا په شانې یې
وجود کښې مې خوره لکه د ساه په شانې یې
سینه کښې مې ساتلې یې خوندي لکه د زړۀ
په زړۀ کښې مې دننه د درزا په شانې یې
یې خوارې پښتونخوا! د کربلا د تاریخ یاد
هائے وینې کربلا! د پښتونخوا په شانې یې
فقط محسوسومه ستا یو نۀ لیدونکے لمس
وجود دې معدوم شوے، د هوا په شانې یې
امید باندې دې پایُو خو راغلے نۀ یې لا
زمونږه د ژوندون د ښاد سبا په شانې یې
راتلو باندې راځې خو په کلونو کښې یو ځل
تۀ هم زما د شونډو د خندا په شانې یې
مونږ دومره په یو بل کښې ځان رنګ کړے دے اشنا!
زۀ ستا په شانې یم کۀ تۀ زما په شانې یې
نصیبه د ارشاد، خواره نصیبه! د ارشاد
نړۍ کښې د پښتون د ارتقاء په شانې یې
ارشاد خالق
شانګله، پښتونخوا
۲۲ اګست ۲۰۲۳
ایک تبصرہ شائع کریں