۔غزل _ عبدالرحيم روغانی بابا
تصور کښې چې ددې دنيا نه لاړم
شوه خاموشه خاموشي پېدا په شور کښې
په دوزخ کښې د جنت په خيال ډوب شوم
د اُميد د ښکلی جام په ښکلی سور کښې
ډېر کارونه مې په خپلو لاسو اوکړل
دشمنی د ورور مې ورکه کړه په ورور کښې
انسانان مې ټول د يو نيکه نمسی کړل
سر مې غوڅ د امتياز کړو په سپين تور کښې
صداقت مې د صديق خلقو کښې عام کړو
د عمر عدل مې خور کړو په هر لور کښې
شجاعت مې په صحيح مقام کښې کېښود
شوه دوستي په بې زورۍ کښې او په زور کښې
عثمانی خوشبو مې پورې کړه هر چاته
سخاوت مې يوړو هر زړه له په شکور کښې
چې مې فکر شو نو ناست وومه په کور کښې
يو دوه درې سکروټې پاتې وې په اور کښې
ـ
ـ
شاعري مجموعه _ سندريز احساس
مخونه _ ۸۱ , ۸۲ (81,82) /pages
ليک نيټه _ ۱۳ مارچ ۲۰۰۷ ء
ایک تبصرہ شائع کریں