ســتار وئیل چې ښۀ ســــتِار یم خو فنکـار مــــې نشته
فـنـکـار وئیل چـې ښۀ فـنـکـار یـم خــو ستار مې نشته
زۀ خپل وطن ته په ژړا شوم چې تۀ خوار ولــــې ئې
وطن وئیل چې زۀ خوار نه یم خو غم خوار مې نشته
ما دۀ هیواد نیستۍ ته اُووې چــې اُوزې ولــــې نه
نیستۍ وئیل چې زۀ به اُوزمه خو لار مې نشته
مــا دۀ زلـمـي نه تپوس اوکړو. ئـې بیکـاره ولــې
زلــمـي وئیل دَ کار ســــــــړے یمه خو کار مې نشته
زمـــا دَ ســــوال باره کښـې پیغلې داسې راکړو جواب
هـــر څــۀ کولې شم وطن له خو اختیار مـې نشته
ما لیوني نه تپوس اوکـــــړو. تۀ بۀ جــــوړ شې کۀ نه
هغه وئیل چــې دا نـظـــام وي. نو اعـتـبار مـــې نشته
دَ پـښـتونـخـوا دَ زیړو پاڼـو ونـې داســــې اُووې
دَ دې قابله یم چې شـــنه شــم خو بهار مې نشته
ســــــحـــر دَ ګل سترګې شوې ډکې دَ لختي په غاړه
وئیل ئې هـــر څۀ راته ډېر دي خو مــالیار مې نشته
باباٸے قطعه حضرت عبدالرحیم روغانی بابا.
Post a Comment