نن چې مې دَ خوا نه تېرېدهٔ جانان

شاعرې

اتوار، 15 دسمبر، 2024

نن چې مې دَ خوا نه تېرېدهٔ جانان

 



دَ ګران زرين پرېشان جانن جانان کلام ټول مينه والو ته په پښتنه مينه وړاندې کووم هيله چې خوند ترې واخلئ ، اداره 


نن چې مې دَ خوا نه تېرېدهٔ جانان

هر قدم په شا راګرځېدهٔ جانان


ټوله شپه بېګا لکه شبنم په ګل

داسې مې په زړهٔ راورېدهٔ جانان


ډېره موده پس په سترګو سترګو کښې

ما نه  ځارېدهٔ قربانېدهٔ جانان


ماچې ورله ګل پېرهٔ په څڼو کښې

ګل ګل غوړېدهٔ راغوړېدهٔ جانان


څوک راتلهٔ نن کلي ته،چې ټوله ورځ

بام ته ورخاتهٔ او کوزېدهٔ جانان


راغے رانيزدې شو ،څهٔ وئېل ئې خو؟

ټول خولې خولې شو رپېدهٔ جانان


شور ئې دے په کور کښې چې دَ چا سره

بيا زما په سر ؤجنګېدهٔ جانان


مائې چې لهٔ مخه پلؤ پورته کړو

ما زرين نه ما کښې پټېدهٔ جانان

ایک تبصرہ شائع کریں

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف