زۀ پۀ دې پۀ هغې نۀ یم که مسجد که بُتخانه ده

شاعرې

اتوار، 15 دسمبر، 2024

زۀ پۀ دې پۀ هغې نۀ یم که مسجد که بُتخانه ده

 



زۀ پۀ دې پۀ هغې نۀ یم که مسجد که بُتخانه ده

چې جانان پکښې اوسېږي هُم هغه زما کعبه ده


د مذهب بنیاد پرستو! د انسان خونرېزي بند کړئ

لوی مذهب انسانیت دے، محبت لویه سجده ده


د مسلکو پۀ دې جنګ کې ملاجان نه مې نفرت دے

پۀ مذهب د محبت یم ، پۀ وحدت مې عقیده ده


د چا هلته کښې نهرونه د چا دلته ډک جامونه

یو ثواب دے بل عذاب دے خپله خپله نصیبه ده


چې پۀ اور راته مخ تور کړي بیا مې ټیټې سترګې بیائي

زۀ پۀ هغه جنت څۀ کړم؟ چې دوزخ یې دروازه ده


شیخ چې دېرش روژې پوره کړې نو پۀ ږیره یې لاس راښکو

دې ته نۀ ګوري د وږو چم کې هره ورځ روژه ده


ستا د حورو د دنیا نه دېخوا نوره دنیا هم شته

ما زرين ته یوه پېغله داسې ناسته پۀ اسره ده


                        ☘️ ارواښاد زرين پرېشان ☘️

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 زړۀ مې غواړي چې دا کلام  بار بار  اپلوډ کړم  چې د خلکو دا خيال ختم شي چې دا د غني خان بابا کلام دے ۔

ایک تبصرہ شائع کریں

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف