دَ ګران زرين پرېشان صېب خوندور غزل تاسو ټولو مينه والو ته په پښتنه مينه وړاندې کووم هيله ده چې ستاسو خوښ شي( اداره)
په عشق کښې لېونتوب،دَ عشق جلال دَ پاره غواړم
عروج، دَ نفرتونو دَ زوال دَ پاره غواړم
يو داسې لېونتوب، چې هوښياران ورته پسخېږي
يو داسې مئينتوب ،دَ يو مثال دَ پاره غواړم
يو داسې ژوند،چې مرګ ئې په مرګ هم وژلے نهٔ شي
يو داسې فن دَ نوي کهول کمال دَ پاره غواړم
يو داسې ستا تصوير چې فرښتې ورته سجدې کړي
دَ زړهٔ دَ کور کنډر کنډر دېوال دَ پاره غواړم
په شپه دَ څوارلسمې دَ تور غر په څوکه خېژم
يو څاڅکے دَ سپوږمۍ نه ستا دَ خال دَ پاره غواړم
يو څو انقلابيان دې،دَ وطن ملوکې ګورم
سور رنګ لره ترې وينه ، ستا دَ شال دَ پاره غواړم
دَ هجر توره شپه دې ،لا تيارهٔ لا دې اوږده شي
يو ستړے انتظار دَ يار وصال دَ پاره غواړم
دَ ګرانو ګرانو ټکو ريا نهٔ کووم زرينه
اسانې قافيې دَ سُر او تال دَ پاره غواړم
ایک تبصرہ شائع کریں