م، ر، شفق په ظاهر باطن سپين سپيځلے شخصيت دے ، دغه وجه ده چې د هغه هر ليک او تخليق زړه راښکونکې وي په سترګو خوږ لګي. خط يې هم لکه د شفق صيب شفق رنګ دے ، او په غوږوځکه خوږ لګي چې د يو ګل رنګ تصور يې ملګرے دے نو د غزل هر شعر يې هم د ګل په شان دے. دغه وجه ده چې خپله شعري مجموعه يې د " ګل رنګ " په نوم نمانځلے ده:
تصور د يو ګل رنګ راسره مل دے
ما هر شعر د غزل د ګل په شان کړو
د يو ګل رنګ تصور او بيا چې د غزل هر شعر د ګل رنګ شي
نو دغه شعري مجموعه به د حسن او مينې څومره زور لري؟ د م،ر، شفق شخصيت لکه د خپل وطن د آباسين چرته په مزه مزه، خاموش روان وي او چرته داسې په غورځنګ کښې وي چې د ژوند په لاره د منزل په لور ، لويو لويو غرونو له په ډغره ورځي او پرمخ درومي.
څه پاکې تقاضې دي په ليمو کښې اوړي راوړي
حيا د پيغلتوب ئې اننګو کښې اوړي راوړي
چې وخاندي سپرلے شي چې خفه شي نو خزان
موسم د چا ګلرنګه اشارو کښې اوړي راوړي
د شفق صيب ددې شعري مجموعې يو کمال دادے چې د هر غزل او هر نظم سره يې د تخليق نيټه هم ليکلې ده ددې غزل د تخليق نيټه 1972 ليکلي ده که خداے مې نه غلطه وي دغه وخت به دوي طبعي عمر پنځويشت کاله وه. نو ددې مجموعې له دې غزل سره ددغې وخت د نورو غزلونو د جوړښت فني معيار او فکري رحجان راښائي او دا هم راښائي چې ښاغلے شاعر د فن په چوکاټ دننه په جمالياتي انداز د خپل ماحول د جل وهلي ژوند اظهار د غزل په نازکه پيرايه کښې څنګ په هنر کوي هم په دې موقعه د بره راوړلې شوي شعرونو د غزل نه درسره نور شعرونه شريک کوم:
پوهيږي جل وهلي ، زه د مينې جلترنګ يم
نغمې د زندګۍ مې په پردو کښې اوړي راوړي
د مينې کلې وران شو د" قاتل" په لټون ګرځي
څو پاتې ليوني په ښاريو کښې اوړي راوړي
1972 د شفق صيب د طبعي عمر سره د هغه د هنري ژوند ځواني او د هغه وخت حالات چې د مينې کلې وران شوے وه او څو پاتې ليوني د قاتل په لټون ګرځيدل ، کله چې په يو ټولنه کښې ظلم وي جبر وي او بيا په دغسې ټولنه کښې نغمې او سندرې هم لکه د شمعې د ژوند په تور تيرو کښې د روښانه سباؤن په هيله تته رڼا کوي او د ظلم د جبر د شپې تيرو سينه په خپلو نازکو پلوشو څيرې د رڼا ددغې پلوشو استازې شاعر خپل ولس له د خپلو تخليقاتو په زور يو خوا خپل ولس حوصله ورکوي پرکاله حس يې رابيداره وي د حسن ، مينې جذبه يې را دوڅاره کوي د ژوند احساس ورکوي او د مخکښې تګ چل ورښائي:
دوران سره خبرې هم جهان سره خبرې
کوم د ژوند په ژبه د انسان سره خبرې
څه نورې تقاضې دي داغزي اغزي موسم
ګني زړه د چا نه غواړي جانان سره خبرې
هم ددې غزل چې 1973 کښې وئيلے شوے يا ليکلے شوے دے په نورو شعرونو کښې محترم شفق صيب وائي:
ارزانه ارزاني خو بس د وينو ده ملګرو!
نرخونه د بازار کوي آسمان سره خبرې
مزدوره ! چې محنت دې د وحدت په رڼا ځل شو
خولې ستا په جبين د کهکشان سره خبرې
منګُل د زور ګيرۍ کړله خنے ،خنے لمن د حسن
يوسف ته ځکه پيښې شوې زندان سره خبرې
وائي ادب ژوند احاطه کوي او ژوند نه ژوند زيږوي، تاسو وګورۍ د شفق صيب د غزل په دې شعرونو کښې "منګُل د زورګيرۍ ته" لمن د حسن" که چرې يوسف د وخت زورګير ته توره ډال ايښي وي نو نه به يې لمن خنے خنے کيده او نه به زندان ته تلو. دلته د تار تار په ځاے خنے خنے روزمره راوړول مونږ ته محترم شفق صيب تاکيد کوي چرته چرته چې د پښتو خپلې روزمرې ، اصطلاحات ، محاورې وي بائد چې مونږ د بلې ژبې رانه وړو. د م، ر، شفق دا شعري مجموعه چې له چاپ نه وه نو ما ډيره لوستې ده او د هغه نور چاپ او ناچاپ کتابونو د لوستو موقعه خداے پاک په لاس راکړې ده د محترم شفق صيب سره خو زما ادبي پيژند ګلو د 1980 نه ده کله چې زه د پښتو نوے ادبي ټولنې مردان نه ولسي ادبي ټولنې مردان ته لاړم محترم شفق صيب ددې ټولنې باني غړے سکتر جنرل پاتې دے. د کله چې زه اسلام آباد ته راغلم او ارواښاد محمد اقبال اقبال صيب شفق صيب ته ووئيل چې افکار اسلام آباد ته د روزګار دپاره درغلے دے او ماته يې هم ووئيل چې شفق صيب مې ستا ورتلو خبر ورکړے دے د شفق صيب په وينا د هغه خوريي ښاغلي نذيرالحق کريم چې روستو زما او هغه دوستي د ورورګولۍ رنګ واخست راپيدا کړم زه او نذير په يو محکمه کښې ملازم وو کله چې هغه ته سرکاري کوارټر ورکړې شو نو د 1986 نه تر 1999 مونږ درې واړه په يو کواټر کښې وسيدو د ګردې پښتونخوا ډير لوے علمان ، اديبان ، فاضلان به دې کوارټر ته راتلل او د هغوي علمي ادبي خبرې اوريدې په دغه شخصيتونو کښې د پنډۍ ، اسلام آباد کښې د ميشت شاعرانو ، اديبانو سره مولانا محمد عنايت اللّه رحمهم، اجمل خټک، ايوب صابر صيب، جغفر خان اچکزے، ډاکټر مجاور زيا او د هغه کور ودانې، پرويش شاهين ، سعادت سحر، اعجاز خټک، افضل شوق، سرور سودائي، محمود اياز، درويش درانے، عبدالکريم بريالے او نور ګڼ شمير شخصيتونه چې ما يې چرته بل ځاے ذکر کړې دے:.
سترګې شوې سپينې د نظر په طمع
شپې روڼوم د يو سحر په طمع
دې ارماني للمو کښې مينه کرم
زما وطن دے د ثمر په طمع
د کربلا په شهيدانو سوګند
تږي ځواني ده د کوثر په طمع
د بيلتانه غرمو وهلے ښه يم
ستا د ديدن د مازيګر په طمع
د انسانانو په بهير کښې ګرځم
د محبت د يو نظر په طمع
د محترم شفق صيب په دې ساده او لنډ بهر په غزل کښې چې کوم زور دے د هغې احساس محترم شفق صيب کولے شي چې هغه ددې غزل د ليک په وخت د کوم کفيت راتير شوے دے او يا هغه د زړه خاوند چې ددې غزل د لوستو په وخت يې د نرم رو شفق په سرخۍ کښې د جذبې د شدت د هور تپ احساس کړے وي، يو ورځ پروفيسر قلندر مومند صيب وئيل چې ستا په شخصيت کښې زما د ځلميتوب تصوير دے او بيا هغه ماته خپل د هلکوانې تصوير وښود يقينناً چې د قلندر صيب د ځوانۍ په تصوير ما خپل ځان ليدو هم دغه رنګ د شفق صيب د شعري مجموعې " ګل رنګ" د غزل او نظم په يو يو شعر کښې زه خپل ځان خپل جانا، خپل ارمان او د خپل دړديدلے ژوند احساسوم ، خو ولے محترم شفق صيب ما په دردونو، تکليفونو يوازې نه پريږدي ما د تخليقاتو په زور د ژوند په لار د منزل په لور په سفر کښې د ځان ملګرے کوي او ماته د خپلو غزلو ، نظمونو په وسيله حوصله راکوي جذبه مې رادوڅاره کوي ژوند ته مې جوړه وي د ژوند په لار د تلو چل راښائي. دغه وجه ده چې تيرو څلويښتو کالو کښې چې ما کله هم ګل رنګ لوستې دے نو دا احساس راته شوے دے چې د محترم شفق صيب شاعري هم زما د عمر نه مشره نه ده بلکه د هغه په دې شعري مجموعه کښې ټوله شاعري زما د پرون او نن ده هر چاته چې د يو تخليق په بابله دغه احساس وشي نو پوهه دې شي چې هم دا په زړه پورې او زړه راښکونکے اعلي او ارفع تخليق دے:
دا غږ د محبت به د ليلي غوږو ته رسي
اعتبار مې په جذبه دے که ريبار راسره نشته
ستم ګوره د ښکلي چې اغيارو ته يې سپاري
وطن زما د زړه دے خو اختيار راسره نشته
دا ستا مهرباني ده چې تپوس زما د حال کړې
هر څه لرم شفقه! خو قرار راسره نشته
د شفق صيب ددې شعري مجموعه په چاپ محترم سعادت سحر صيب د داد او تحسين وړ دے چې هغه په خپل دې عمل د پښتو د شعري ادب لمن د يو بل ناوياته مجموعې ډکه کړه .
ماله دې دومره ديدن بس دے
چې په کوڅه کښې پښه نيولے شوے مئينه
د شفق صيب دا شعري مجموعه چې د چاپ د کوم اذيت نه راتيره شوے ده په هغې زه خبر يم دغې باره کښې شفق صيب په دې شعري مجموعه کښې اظهار په خپلو خبرو کښې کړې دے نو ځکه يې دلته ذکر مناسب نه ګڼم خو دا په ډانګ پئيلي وايم چې زه هم ددغې هر څه ګواه يم مونږ ټول انسانان يو کمزوري يو خو د علم و ادب او فکر و فن خاوندانو له پکار دي چې د ژوند په زمکه قدم په خيال اخلي باقي انساني کمزورۍ هر چاکښې وي هغه د ګل محمد بيتاب خبره "دا ضروري نه ده چې يو ښه شاعر دې ښه انسان هم وي زه که د يو ښه شاعر قدر کوم نو د هغه د شاعرۍ کوم د ښه انسان د حيثيث نه":
تربګني مو د فطرت وظيفه نه ده
د وختونو دسيسو ته مخامخ يو
ناقرار زړګيه وس خو په قرار شه
د جانان کلي کوڅو ته مخامخ يو
ستا د زلفو په سودا کښې يو سرور دے
د سپرلي مستو وږمو ته مخامخ يو
د محترم سعادت سحر دې عمل راته ډيره زياته خوشحالي بخښلے ده زه ورته هغه دعا کوم کومه چې ماته ليوني فلسفي غني خان په خپل کتاب the Pathan هغه وخت ليکلي ده کله چې دا کتاب په پاکستان کښې ړومبي ځل دوباره چاپ اعزاز پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد او د چاپ نګراني ما (اقبال حسين افکار )او د مالي خرچ اعزاز محترم هاشم بابر ته حاصل دے دغه کتاب چې ماسره خوندي دے غني خان پرې ليکلي دي: "دا کتاب زه خپل ورور افکار خان ته ډالۍ کوم ددې کتاب په چاپ چي هغه ماته څومره خوشحالۍ راکړے ده ددې په څو چند دې اللّه ده ته ورکړي" او زه وايم چې د شفق صيب ددې شعري مجموعې په چاپ چې مونږ ته محترم سعادت سحر صيب کومه خوشحالي راکړې ده ددې په څو چند دې اللّه دله د روغې سټې او ژوند سره ورکړي آمين.
جنون د مينې خپل اثر وليد
په نيمه شپه کښې مې سحر وليد
شي به چک چور لکه نازکه شيشه
مونږ د خوبونو مقدر وليدو
د شپې زامنو که په ګوته پټوو
دنيا په بام د پښتو نمر وليدو
د شفق صيب شعري مجموعه " ګل رنګ " دوه سوه درې څلويښت مخونه اړه دے د ړومبي مخ دننه ټائټل تر تړون شپږ مخه د چاپ تفصيل د پبليشرانو نومونه چې ورکښې پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد، ولسي ادبي ټولنه مردان شامل دي د چاپ اهتمام د سحر اکيډمۍ لاچۍ کوهاټ دے کمپوزنګ لټون او سمون د محترم سعادت سحر صيب دے مخ پاڼه ښاغلي فلک ناز فلک جوړه کړې ده ډيره په زړه پورې ده.د کتاب بيه څلور نيم سوه روپۍ ده د ملاويدو درک يونيورسټي بک ايجنسي، او انور خان لالا پښتو اکيډمي بک سټال دے په پاتې درې څلويښت مخونو محترم اجمل خټک، انديش شمس القمر، سليم راز ، اسرار د طورو، سيد محمد ظهورالحق او د محترم سعادت سحر د شفق صيب په شخصيت فن او ادبي خدماتو علمي معلوماتي ليکونه دي چې د لوستو سره د بنده علمي ادبي تنده ماته وي. په دې لړ کښې محترم سليم راز صيب د شفق صيب بابله ليکي:" م، ر، شفق زمونږ د تهذيبي روايت د فکري جمال يو داسې متحرک عکس دے چې د تيرې نيمې صدۍ راسې د پښتو شعر و ادب په حواله پخپل پښتني سماج جوړښت کښې په ډيره خاموشۍ او آهستګۍ د خپل قام ننګ او فرهنګ د نه ماتيدونکي کړۍ تسلسل ئې قايم ساتلے دے"
محترم اندیش شمس القمر لیکي:" شفق د پښتو شاعرۍ پوره حق ادا کړی دے او د هر هغه سوال ځواب يې ښه په اخلاص ورکړے دے ، کوم چې وخت او حالاتو غوښتے دے". اجمل خټک صيب ليکي:" زما دپاره خو د مشتاق الرحمان شفق دا يوه مصرعه د ده د نوي دور د روښانه او مخ په وړاندې فکر داسې اظهار دے چې دده د ملي ارمانونو اولسي دردونو فطري مينې او د ښکلا د احساس آئينه ده او دا ښائي چې دا شاعر د خپل وخت يو بيدار د خپلې خاورې يو صادق او د خپل عصر يو ښاغلے نمائنده دے":
"خو ژوند کړي غزونې ستا په فن کښې داسې اورو"
د شفق په دې شعري مجموعه " ګل رنګ " کښې يو کم نوي غزلې او درې دريش نظمونه يې ستاسو د لوستو په آرمان د شفق صيب په څير شاعر ، اديب د چا نه نور هيڅ نه غواړي سيوا له دې چې د هغه تخليقات بنده ولولي هغه سره پرې خبرې وکړي داد ورکړي او د هغه د تصور ګل رنګ وستائي چې هغه نور ګل رنګ غزلونه وليکي:
د تنهايي په ماښامونو کښې هم ژوند راولي
شفقه! ستا د رنګ او نور دي ارمغان يادونه
په درناوي : اقبال حسين افکار
په مننه د محترم ګل محمد بيتاب ورځ پاڼه وحدت پېښور
Post a Comment