ماته به تا يادَوي
چې د سپرلي پۀ موسم
غټۍ ګلونه سپړي
زړونه زخمونه سپړي
د خوشبويو استاذي
پۀ غر پۀ سمه ګډ شي
هر خواه سرور سرور شي
د هر يو کاڼي بوټي
خواږۀ د مينې څاڅي
ماته به تا يادوي
چې د دنيا نه لرې
چرته پۀ خوشي دشت کښې
پۀ سر د دنګې ونې
د مرغۍ کور اوينم
چې د بچو پۀ مينه
مسته وي ځان نۀ ويني
مينه پۀ وينه شيندي
سحر ماښام تۀ وينې
پۀ بچو غېږ خوره کړي
ماته به تا يادوي
د څوارلسمې سپوږمۍ
چې بيا پۀ سېل را اوځي
هر خواه نشه خوره کړي
ستورو له غېږه ورکړي
تيارۀ تيارۀ خوره کړي
ماته به تا يادوي
چې پۀ شېبو باران وي
آسمان غصه غوصه وي
شور او غوغا خوره وي
هر خواه تيارۀ تيارۀ وي
مخلوق پناه لټوي
بچي د مياندو تاو شي
ماته به تا يادوي
ایک تبصرہ شائع کریں