پښتو
پښتو د ننګ، غېرت، مړانې او حيا نوم دے
پښتو د پت، ښېګړے، تورې او وفا نوم دے
پښتنو ويښ شئ د دنيا سره سيالي شورو کړئی
دشمني پرېږدئ ښه پۀ نره ورورولي شورو کړئ
دې تالا شوي ګلستان له آبياري شورو کړئ
پۀ خزانونو کښې سندره د سپرلي شورو کړئ
دا د مظلوم سره د مرستې، ملګرتيا نوم دے
پښتو د پت، ښېګړے، تورې او وفا نوم دے
د علم ، پوهې او قلم پۀ زور مېدان اوګټئ
روح يې خوشاله کړئی شمله د خوشال خان اوګټئ
ټول وروڼه وروڼه شئی پۀ مړينې باچا خان اوګټئ
د خپلې برخې زمکه اوګټئی، آسمان اوګټئ
دا د ګټلو، خورولو، مېلمستيا نوم دے
پښتو د پت، ښېګړے، تورې او وفا نوم دے
چې پښتانۀ ټول د يو فکر خاوندان جوړ شي
چې پۀ خپل رب او خپلو مټو يې ايمان جوړ شي
چې مينه مينه شي د يو چمن ګلان جوړ شي
چې د وحدت پۀ تار تړلے يو کاروان جوړ شي
تاريخ ستائيلے د ميرويس او احمد شاه نوم دے
پښتو د پت، ښېګړے، تورې او وفا نوم دے
د پښتون قام دشمنان مخکښې پېژندل غواړي
د علم ، پوهې پۀ کالي ښائيسته کېدل غواړي
بيا د محنت او زيار پۀ لاره باندې تلل غواړي
د دشمنۍ او تربګنۍ زېلې ويستل غواړي
دا د ظلمت تورو تيارو له د سبا نوم دے
پښتو د پت، ښېګړے، تورې او وفا نوم دے
زمونږ غېرت زمونږ ماضي د چا نه پټه نۀ ده
اوس معني خېزه خاموشي د چا نه پټه نۀ ده
دا بې حسي او بې ننګي د چا نه پټه نۀ ده
دا چې وهل خورو پۀ ډانګي د چا نه پټه نۀ ده
د اتفاق د خاوندانو پۀ دنيا نوم دے
پښتو د پت، ښېګړے، تورې او وفا نوم دے
ایک تبصرہ شائع کریں