د ګل محمد بیتاب د "د سر سړي"
روښان یوسفزے
د پښتو ژبې د وتلي۔پېژندلي او منلے شوي لیکوال او صحافي دا نوے چاپ شوے کتاب "د سرسري" زمونږ د پښټنې ټولنې په هغو سماجي،سیاسي او ادبي ښاغلیو انسانانو لیکلے شویو خاکو باندې مشتمل کتاب دے کومو ښاغلیو چې د خپل انساني، قامي،اصلاحي،سیاسي،علمي او ادبي کار،کردار او ګفتار په حواله زمونږ د ټولنې د تاریخ،سیاست او ادب په میدان کښې ځانته یو بئیل نوم،مقام او حېثت ترلاسه کړے دے۔ ګو چې داسې خلق هم په انساني توګه اومعنا د نورو خلقو په شان وي خپله ټولنه کښې د خلقو سره ژوند ژواک کوي۔ ولې د خپلو ځنو ځانګړیو علمي،سیاسي،سماجي،اخلاقي،ادبي او تهذیبي خصوصیاتو او کردار په وجه د عام خلقو نه بدل منفرد نوم او مقام ترلاسه کړي داسي خلق بیا صرف د عام سړي یا فرد په اصطلاح، معنا، او تعریف کښې نه راځي بلکې پښتو کښې ورته د واحد په صیغه کښې ښاغلے، دکار سړے،د سر سړے،،لوئے سړے وغیره وئیلے شي او د جمعې په صورت کښې ورته ښاغلي،دکار سړي،د سرسړي،لوئے خلق وئیلے شي۔څنګه چې په اردو ژبه کښې ورته شخصیت، بڑی ہستی،بڑا آدمی،بڑے لوگ وغیره وئیلے کېږي ۔یعنې هغه د رحمان بابا په قول چې
ځنې ځنې ئې ولیان پېغمبران کړل
نه چې هر سړے ولي او پېغمبر دے
جو دانه قدر یو لعل پکښې پیدا کا
نور جهان واړه د تورو کاڼو غر دے
ښاغلي ګل محمد بیتاب چې د خپل کتاب دپاره د کوم نوم انتخاب کړے دے زما په نظر یو داسې غوره نوم دے چې د د غو مختلفو لویو خلقو د کرداد،کار،او ګفتار ډیره ښکلې عکاسي او ترجماني کوي۔ یعنې "د سرسړي" او دلته لفظ "سر"په هغه معنا او تعریف پوره خېژي یعنې د خپلې ژبې،ادب،سیاست، ټولنې،قام او وطن د وجود دا هغه نومونه دي څه ته چې په دغه وجود کښې د سر حېثت،مقام او مرتبه حاصله ده۔ او په انساني وجود(ټولنه) کښې د "سر"(نابغه،لارښود،مشر او دانشور) موجودګي او کردار نه هېڅوک انکار نه شي کولے۔ او هم په دې نظر ښاغلي ګل محمد بیتاب خپلو دغو خاکو ته په مجموعي لحاظ" د سرسړي" د نوم انتخاب کړے دے۔ او بیا په انفرادي توګه ئې بئیل بئیل "سړي"( شخصیت) ته د خپل خپل کار او کردار په حواله جدا جدا نوم ورکړے دے او پکار هم داسې وي چې د خاکې نوم د متعلقه مخکوک او ممدوح د شخصیت سره په څۀ نه څه حواله جوړښت، تعلق او تړون لري۔ کتاب کښې ټول ټال څوارلس خاکې دي چې پکښې د ستر خدائی خدمتګار او مصلح باچاخان، دپښتون خوا ملي ګوند باني نامتو قوم پرست مشر،ادیب او صحافي عبدالصمد اچکزئي، مذهبی عالم دین، دجمعیت علمائے اسلام مشر او د صوبې سابق وزیراعلی مولانا مفتی محمود،نامتو شاعر،ادیب،دانشور،سیاست دان او مصورغني خان،نامتو جمهوریت خوښ او قوم پرست سیاست دان خان عبدالولي خان،نامتو انقلابي مترقي شاعر،ادیب،دانشور،صحافي او سیاست دان اجمل خټک، د جمعیت علمائے اسلام تکړه رهنما اومشهور مذهبی مقررمولانا محمد امیر المعروف مولانا بجلي ګهر،منلے شوے وکیل،دانشور او قوم پرست سیاست دان لطیف اپریدے، د پښتون خوا ملي عوامي ګوند مرکزي ستر سیکتر نوموړے قوم پرست او مترقي شاعر،ادیب او دانشورشیرعلي باچا، د جمعیت علمائے اسلام موجوده مرکزي امیر او لوئے سیاست دان مولانا فضل الرحمان، د عوامي نیشنل ګوند مرکزي صدراسفندیار ولي خان، د پښتو نامتو شاعر،ادیب،دانشور او پاکستان مسلم لیګ نون صوبائی رهنما او سابقه صوبائی وزیر عبدالسبحان خان، د قومي وطن ګوند مرکزي صدرافتاب احمدخان شیرپاو او د پښتون تحفظ مومنټ مشرمنظور پشتین خاکې شاملې دي۔۔اوس تاسو د بئیل بئیل سړي او شخصیت دپاره په دې نومونو هم نظر او غور وکړئی لکه د باچاخان دپاره" دسرسړے" د خان شهید عبدالصمد خان اچکزۍ لپاره د" مشال" د مولانا مفتي محمود دپاره"نرمفتي" د غني خان خاکه"مست ملنګ"د ولي خان خاکه"د دستار سړے"اجمل خټک د خاکې دپاره"یو ملنګ به اوسیدلو۔۔۔تاته یاد دي پېښوره"د مولانا بجلي ګهر دپاره"بجلي ګهر"د مولانا فضل الرحمان د خاکې نوم"ماهر لوبغاړے" د شیرعلي باچا د خاکې نوم"باچا"د لطیف اپریدي د خاکې نام"لالا"د عبدالسبحان خان خاکه د" پراسراره سړے" په نوم،د افتاب احمدخان شیرپاو د خاکې نوم"د سیاست افتاب"او د منظور پشتین د خاکې نوم"سرکاري نامنظور او اولسي منظور" دے۔او دا داسې نومونه دي چې د هر شخصیت او سړي د کردار،کړه وړه او خوئی خصلت سره ډیر ښه سمون خوري۔او دا هم د یو ښه خاکه لیکونکي صفت ګڼلے شي چې هغه د خپل مخکوک او ممدوح دپاره د داسې نوم انتخاب وکړي چې هغه د هغه متلقه مخکوک او ممدوح د نوم،کار،زیار او کردار سره جوړښت هم لري او د لوستونکي توجه هم ځانته راګرځوي۔ چونکې ښاغلے ګل محمد بېتاب د ډیرو شخصیتونو سره هغه هومره نزدې نه دے پاتې شوے څومره چې د یو خاکه لیکونکي دپاره نزدیکت پکار وي ځکه نو د هغو شخصیاتو د ژوند او کار په حقله ئې بیا د کتابونو،مرکو او د زباني اوریدلو خبرو د خپلو ځنو محتصر ملاقاتونو او مشاهداتو په رڼا کښې د خپلې خاکې جوړښت،تنسته بوده هم په هغو معلوماتو اډاڼه کړې ده۔ او دغه معلومات یا اوریدلې او لیکلے شوې خبرې په دې حواله هم مصدقه او باوري دي چې د هغو ډیر راویان او لیکونکي اوس هم له خېره ژوندي دي۔چې تصدیق ترې کیدلے شي او داسې ځنې هغه شخصیتونه هم ژوندي دي په کومو چې دا خاکې لیکلے شوې دي۔۔که دا ووایو چې ښاغلي ګل محمد بیتاب اول د خاکې د رنګ او فن خټه او د تحقیقی موادو اوبه خپلو کښې یو ځائې کړي اواغږلې دي او بیا ئې ترې یوه داسې فنپاره او مجسمه جوړه کړې ده چې د لوستو په دوران کښې ترې که یو خوا لوستونکے د خاکې خوند او مزه اخلي نو بل خوا د هغه متعلقه سړي یا شخصیت په حقله په علم او معلوماتو کښې ئې نوې نوې اضافه هم کېږی او له ډیرو هغو حقیقتونو،رازنو او انکشافاتو سره هم مخ شي له کومو سره چې له دې نه وړاندې چرته نه وه مخ شوے او نه ترې خبر وه۔ په ذاتي توګه که څه هم کتاب کښې شامل له ډیرو شخصیتونو د ژوند او کردار په حقله د مختلفو کتابونو،ملاقاتو او لیکونو په ذریعه لږ ډیر واقف وم۔ ولې "دسرسړي" د مطالعې په دوران کښې له بې شمیره هغو دلچسپو نویو خبرو، واقعاتو او معلوماتو نه هم خبر شوم کومو سره چې له دې نه وړاندې بېخې نه وم خبر۔او نه مې چرته دغه خبرې په علم کښې وې۔ زما د دې خبرې ملګرتیا او تصدیق به هغه څوک ضرور کوي یا به وکړي کومو چې" دسرسړي" لوستے وي یا پس له دې د کتاب د لوستولو وخت ولري۔۔په دوه سوه شپږ اویا مخونو د ښکلي سپین کاغذ،نظر راګرځونکي ټائیټل او مجلد شکل کښې زمونږ د ټولنې او تاریخ په دومره مهمو او د کار،کردار په لویوښاغلیو پښتنو لیکلے شوے دا کتاب" دسرسړي" په اته سوه روپۍ بېخي ارزان او وړیا دے
ایک تبصرہ شائع کریں