پېښور په وينو سور دے
ګلونه پۀ اُور سوزي پېښور پۀ وينو سُور دے
لېمۀ پۀ وينو سرۀ دي هم ځيګر پۀ وينو سُور دے
بابا ابۍ يې لارې ته پۀ تګو سترګو ګوري
اوس نۀ راځي هر يو لختِ ځيګر پۀ وينو سُور دے
نن بيا سرتور سرونه مياندې زغلي پۀ کوڅو کښې
نن بيا د پښتنې خاورې پرهر پۀ وينو سُور دے
قسمته دا دې څنګه امتحان ته مخامخ کړو
حجره ، جمات ، چنار ، چينه ، ګودر پۀ وينو سُور دے
زمونږ د خوب و خيال هر شهزاده يې مرور کړو
زمونږ د امېدونو هر اختر پۀ وينو سُور دے
مودې اوشوې باران پۀ پښتونخواه د اُور ورېږي
سپوږمۍ د اُوره ډکه زېړے نمر پۀ وينو سُور دے
مور ماته غصه مۀ کوه وردي کۀ مې ګنده کړه
دا اوګوره زما غاړه کالر پۀ وينو سُور دے
مور نن سحر د زړه پۀ مينه خاورو له سمبال کړو
دا اوګورۍ د چا د زړګي سر پۀ وينو سُور دے
زمونږ د رڼاګانو ډيوې مړې نۀ دي بلېږي
زمانه نن د هر غليم نظر پۀ وينو سُور دے
О О О О
ایک تبصرہ شائع کریں