د امـن پـه غـوخـتـنـه پـه ویـنـا مـې خلـق وژنی / عمران ورګ

شاعرې

ہفتہ، 28 اکتوبر، 2023

د امـن پـه غـوخـتـنـه پـه ویـنـا مـې خلـق وژنی / عمران ورګ

 




د ملګری عمران خان ورک پیژندګلو

نوم:عمران خان

تخلص:ورک

د پلار نوم:سید قریش

په ۲۹ مئ ۱۹۹۰ کښي د ضلع صوابی په یو وړکی کلی پنجمن کښي پیدا شوی دی

اولنۍ زده کړه ی د کلی په پبلک سکول کي او میټرک ی په ۲۰۰۷ کل کښي په اسلامیا انکلش سکول او سرټیفکټ ئي د بام خیل کالج نه تر لاسه کړهD.COM

نن سبا په اماراتو کښي په یو کمپنۍ کښي د سیل مین کار کوی.

د شاعرۍ سره ئی مینه څنګه پیدا شوه د جواب خو هغوې سره په خپله هم نشته.اول به ئی واړه واړه شعرونه لیکل او نن سبا یو باقاعده غزل لیکونکی دی.په اماراتو کښي ادبی تنظیم چی نوم ئی د اماراتو پښتو ادبی ټولنه دی غړې هم دی

د کلام نمونه

غزل

د امـن پـه غـوخـتـنـه پـه ویـنـا مـې خلـق وژنی

پـښـتون یمه پـه دغـه یـو ګـناه مـې خـلـق وژنی


د تیر وخت د دردونو نه لا خلاس نه یمه خدایه

وژلـی خـلقو ډیر یـمه اوس بـیا مـې خـلق وژنی


لا د ژونـدون او د مرګي په کشمهکش کښي یمه

نـن داسی راتـه ښکـاری خامخا مـې خـلـق وژنی


ته ولی مـرور شـوی رانـه ګـرانـه څـه خـو وایـه

دا سـتـا پـه څـو خـبرو پـه خـنـدا مـې خلق وژنی


زه هر وخت به درځمه یه عمرانـه سـتا کوڅو ته

چـی تـا سـره یـاری کـوم پـه تـا مـې خـلـق وژنی

........................................................

غزل

چـی غـمونـه د جــهان دی پـه نـصیـب کـښي د افغان دی

د ژونــدون مـرۍ خپـی ده دلـتـه ژونـد تـیرول ګـران دی


خـدایـه تـیـر وخـتونــه غــواړم چـی یاران په بیرته راشی

یارانـي تـالاتـرغـه شـوی اوس هـر څـوک اخته په ځان دی


ورور پـــه ورور پـسي راپـاسـی پـه لالـچ د دوو پیسو کښي

د انـسـان ویـنـه تـــویــګـی کارنـــامـــي د دی دوران دی


مـونـګ پـه چـغـه بانـدی وائو مونګ یو ورونړه یو تربور یو

لــر او بـــر پـښتـنـو یـو شـيی یـوزاۍ شــوی رقــیبان دی


خداۍ دی خـیر اکـړی عـمرانه بـد مرغۍ مو په نصـیب دی

دا په برخه زمونګ لـیک دی بـد امـنـۍ چــی د جـهـان دی

ایک تبصرہ شائع کریں

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف