غزل
چا ته به څــه واٸم چې دا اونه شوه
خبــــــره وشوه خو رښتيا اونه شوه
راغلے خو راغلے خو ټيټ سرے راغلے
په احتجـــــــاج او په ژړا اونه شوه
څوک چې اولس ته د وفا تشريح کٸ
د هغه خلقــــــــــــو نه وفا اونه شوه
دا چې ژوندي دي نو ژوندي داسې وي
پسې په دريمـــــه بس دعا اونه شوه
نړۍ د علـــــم پــــــــه رڼا ژوندۍ ده
مونږ پښـــــتنو ته ترې رڼا اونه شوه
ستا مرور تنــــدے خو نه شم ليدے
که ستـــــا په ناز او په ادا اونه شوه
چرته چې کيـــــــږي د وحشت خبرې
هغه ځـــاے بيا ناسته زما اونه شوه
جميلـــــــــه ما خـــــــــو افسانه ګڼړله
چې حقيـــقت شــــــو انتها اونه شوه
ایک تبصرہ شائع کریں