زما په زړه كې اوسه، زما ښايسته جانانه!
تا يادوم جانانه! ما يادوه جانانه!
ورځ خو ځه بيا هم ښه وي په څه مشغوله يمه
لكه بې ځالې مرغۍ تېروم شپه جانانه!
بغير له تا مې ژوندون پيكه پيكه تېرېږي
مسافرو وخوړې، كور ته راځه جانانه!
ته به همزولو سره، خپلې خبرې كوې
زه سالار چاته وكړم، خپله كيسه جانانه!
جلوه ګر پكې يو نور دى ما به مړ كړي
دغه بام كه كوه طور دى، ما به مړ كړي
ټكور غواړي د جانان د تړمو شونډو
د زړه زخم مې ناسور دى، ما به مړ كړي
دا مرض مې د زړګي دى لا علاجه
په ښكلا پسې رنځور دى، ما به مړ كړي
د دې دور د باغيانو په دې ښار كې
زما فكر د منصور دى، ما به مړ كړي
د دې كلي د زردارو په دې چم كې
محبت څومره مجبور دى، ما به مړ كړي
د ښايست په ګدۍ ناست د شهينشاه دى
په ما ګران دى، خو مغرور دى، ما به مړ كړي
ته مسكۍ شه زه سالار له سره تېر يم
زما مرګ ما ته منظور دى، ما به مړ كړي
Post a Comment