سراج الدين سراج /اوويا کاله پوره شول زور زياتے راسره کېږي

شاعرې

ہفتہ، 28 اکتوبر، 2023

سراج الدين سراج /اوويا کاله پوره شول زور زياتے راسره کېږي

 




زور ګېري


اوويا کاله پوره شول زور زياتے راسره کېږي

حېران يم چې ملي غېرت به کله راويښېږي


د شمار يو څو تنان مو پۀ څټونو راسوارۀ دي

د قام وګړي ټول پۀ خپل نفاق خوارۀ وارۀ دي

د ملک پۀ وسائيلو د څو تنو موج او ماج دے

زمونږه پۀ کورونو کښې د لوږو تندو راج دے

دا مونږ سره چې کېږي د عمل رد عمل دے

مونږ ساز نۀ يو نو ځکه حکمران راباندې غل دے


د خپل عمل د لاسه در پۀ در خاورې پۀ سر يو

خپل حق ګټلے نۀ شو د قسمت نه مرور يو

کۀ مونږ د اتفاق او اتحاد پۀ لار روان شو

مرام ته به رسېږو چې لۀ يو بله قربان شو

کۀ دغسې پۀ مونږه مسلطه ځان ځاني وي

ولس به د څارو پشانې داسې پېزواني وي


تر څو چې د قانون بالا دستي يقيني نۀ شي

تر څو چې د بې وسو دادرسي يقيني نۀ شي

تر کومې چې وي دې وطن کښې راج د بلاګانو

تر کومې چې آزاد وي قاتلان د رڼاګانو

تر هغې به مونږ دغسې بې وسه خوار و زار يو

تر هغې به لړزېږو چې لۀ يو بله وېزار يو


زلمي مو د قاتل نظام د لاسه مسافر دي

بچي يې پۀ وطن کښې پۀ ديدن پسې اوتر دي

وطن مو د قدرت پۀ وسائيلو مالامال دے

بيا هم هر يو وګړے پکښې اوږے دے کنګال دے

دا ځکه چې هر څۀ د څو تنانو پۀ قبضه دي

پۀ زور زياتي قابض ددې بې وسو پۀ حصه دي


ملګرو نوره ګرانه ده نظام راله پکار دے

د پوهې بندوبست او انتظام راله پکار دے

يو موټے يو آواز شئ کۀ حقونه ګټل غواړئ

د مينې لاروي شئ کۀ څوک زړونه  ګټل غواړئ

کۀ ګټه کول غواړۍ د تاوان پۀ لار روان شئ

کۀ حق اغستل غواړۍ نو د يو چمن ګلان شئ


سراجه  کۀ د قام بچي د سيالو سره سيال شي

وګړي د وطن به  پۀ دې خپل وطن خوشال شي





ایک تبصرہ شائع کریں

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف