غزل
چې په غرونو کښې مې شپه شي
نو رایاده ستا کيسه شي
چې درځم د سترګو رپ شي
چې راځم لاره اوږده شي
دا زما ماشومه لور ده
زما غېږه کښې اوده شي
یاره ځني ځني خلک
چی زاړه شي لا ښايسته شي
که ټپه مې ورته وکړه
پنجابۍ به پښتنه شي
تماشه شي لیونۍ چې
د عزیز په تماشه شي
عزیز مانیروال
ایک تبصرہ شائع کریں