بَتَکي
تل مخامخ دَ حادِثو سَره يو
چې اُودۀ شوي دَ اُودو سَره يو
څوک چې ژوندون راکوي بيل يو ترېنه
څوک چې مو وژني دَ هغو سَره يو
حمزه(1) خو وائي دَ جنت ژبه ده
مونږ پۀ دوزخ کښې دَ پښتو سَره يو
خلقه! زمونږ پۀ حال افسوس مه کوئى
مونږه عادت ددې قصو سَره يو
پۀ صلحه نه يو پښتانۀ خپلو کښې
تَش پۀ جګړه دَ پښتنو سَره يو
ساحِل لا لَرې دے اَو لَرې به وي
چې لا تر اوسه دَ چَپو سره يو
خلق آسمان ته سمندر خېژوي
مونږه مشغول دَ بَتکو سره يو
دَ ګل پۀ طمع روغاؔنيه! مه شه
مُشت و ګريبان لا دَ اَزغو سَره يو
ایک تبصرہ شائع کریں