روغانے بابا /هغه ماښام مې څه شو زيړ مازيګر مې څه شو

شاعرې

اتوار، 29 اکتوبر، 2023

روغانے بابا /هغه ماښام مې څه شو زيړ مازيګر مې څه شو

 


  زيړ مازيګر


هغه ماښام مې څه شو زيړ مازيګر مې څه شو
د تنکې نوې ځوانۍ رنګين سحر مې څه شو

په خله کښې ګونګه ژبه هغه د سترګو بيان
رقصان د مخ په حرم د يدونونو ارمان
د زړه بې واره درزا هغه منظر مې څه شو

په زړه کښې پېغلې جذبې د يو نادان زلميتوب
کيفيت نوے نوے حيران حيران زليمتوب
هغه ترسکون غوندې خوند د زړه ځيګر مې څه شو

لکه غاړه اميل هغه د اوښکو قطار
هغه خوش فهمه اميد هغه ستې انتظار
هغه د چا په تلاش ستړے نظر مې څه شو

خوره د امن لمن او بيا د سوات سېلونه
کړل روغانيه غليم په سوات کښې قات سيلونه
هغه شوفدر څه شو هغه اختر مې څه شو
د تنکې نوې ځوانۍ رنګين سحر مې څه شو

ایک تبصرہ شائع کریں

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف