غزل
ستا محبت ما سره څۀ څۀ کارنامه وه نۀ کړه
خو ما بیا هم ستا د یارۍ ځنې توبه وه نۀ کړه
د مور په دغه قول اوس هیله زۀ پوهه شومه
لرګي مې ووسو او سابو مې څۀ مزه وه نۀ کړه
قامي شهید وو ما د هر څه نه بغیر دفن کړو
ژوندي وجود کښې مې د مړ زړۀ جنازه وه نۀ ګړه
زۀ د خداے روزي خرسومه په شتنمو خلقو
زۀ مناسب ګټه کومه ما دهنده وه نۀ ګره
تندے دې زیږ کړو پښې دې غوټه شوې عادت دې کوو
د خداے د وبرې دې د خداے په در سجده وه نۀ کړه
زۀ ښۀ بدرنګه کړم د دور ګناهونو په مخ
خو د ثواب د کار مې بیا هم اراده وه نۀکړه
د زمرو راج وو په ځنګل کښې ئې هوسۍ ماتې کړې
د وخت قاضي قدر د تشې خلې غصه وه نۀ کړه
بلها یاران ساتي همېش! د محبت په بدل
څۀ ئې معلوم کړو او په چا ئې ازموده وه نۀ کړه
همېش
ایک تبصرہ شائع کریں