غزل
ما سره فکر د عقبا هم دے
په سر مې غم پروت د دنيا هم دے
د چا بې دریغه مال ته نۀ کړیږي
زړۀ مې غریب دے خو باچا هم دے
د رعايه د سر سودا هم کوي
د ملک باچا اخته په غلا هم دے
بعضې شکلونه په کښې نیم ښکاریږي
د ائينې دغه ګناه هم دے
داسې سړي پسې مې نیت تړلې
چې باجه هم غږې ملا هم دے
ستا د زیرک نظر نه ځار ! همېشه
کۀ ډیر خیرن ده خو صفا هم دے
همېش
ایک تبصرہ شائع کریں