غزل
بس دا کیسه دې نوره ختمه په همدې ځای وي
چې بې پردې شي سړی صبر د پردې ځای وي
عشق ته به نه تړې بندونه، خدای خبر دی چې
که په دې مار کې به نور پاتې د هودې ځای وي
د سودایانو غوندې ښکته، پورته ځم راځم
ما غلط کړی هسې نه ستا د وعدې ځای وي
شپه ده پخه، ښار دی پردی، خمار جومات ته ځم
چرته ملا ته به مالوم د میکدې ځای وي
چې ستا د سترګو له نظر نه مخکې نه شم تلی
زما د بخت خط به راغلی بس تر دې ځای وي
جلاله زړه ارې ارې دی د ګل مخ پسې
لکه په غره کې چې خاپ خاپ ردې ردې ځای وي
2014
ایک تبصرہ شائع کریں