عمردراز مروت

شاعرې

اتوار، 29 اکتوبر، 2023

عمردراز مروت

 




غزل


پروت ! لکه ! په سر !مې آسمان داسې وو 

ما باندې يې خداي شته احسان داسې وو


نور ې د ښاېست درته هيڅ نه وايم 

خاص ! لکه د ګل ې دوران داسې و


ګل وو په هر حال کښې په خندا به وو 

واړه !  عمر  دغه   انسان داسې و


غم ته ې ورپرې نښوم تمام عمر 

ما باندې په خداي مهربان داسې وو


ويره ې بغير د خداي له چا نه وۀ 

خداي ورله ورکړې ايمان داسې وو


زه ورته تړلې په خپل سر نه ووم

ما باندې له ځان څخه ګران داسې و


حسن که د لارې مسافر و خو 

عمر ! هم !  بيړۀ !  روان داسې و


سر ې د ديدن په بدله غوښتو 

نرخ د دې نعمت ې ارزان داسې و


زه جوړ د يارۍ په تول پوره نه ووم

نه !  وايمه ! دا ! چې ياران داسې وو


ښکلي ې په سر ټول رسولي و

حسن کښې تر ټولو ودان داسې وو


يار عمر دراز مروته ګرم نه و 

ما پرې خطا شوې ګمان داسې وو

___

اروښاد عمردراز مروت صیب

ایک تبصرہ شائع کریں

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف