د عمردراز مروت کلیات نه انتخاب
دا ځکه مې پۀ زړه کـښـې یاران نه پاتې کېدل
چې څاڅکي پۀ شیشې د باران نه پاتې کـېدل
د حسن درمســــال نه دې ایستل نه وۀ مشکل
غمونه دې له سره هنـــــدوان نه پاتې کېــــدل
پۀ ننګ د خپلې خاورې که مئېنه وے رښتـــیا
خالونه به دې دغســــې وران نه پاتې کېـــدل
د شــر او د فساد چې څوک قائل نه وو اکـثـر
سرونه د هغــــــو پۀ آمــــــان نه پاتې کېـــدل
د وخت د بې قدرۍ سره ملګري شول تر مرګ
چې تنګ پۀ خپل لوظ او زبان نه پاتې کـېدل
دتا سره دتا ټولـــــو یادونــــو کډې بار کــــړې
پۀ هند کښې تا نه پس افغانان نه پاتې کېدل
هر څو که د سرو وینو ارزاني کړله دې وخت
خو بیا دې دیدنونه ارزان نه پاتــــې کېــــدل
چې تېر یې شو دوران عمردراز مروته! اوس
له ما یې بغېر څوک قدردان نه پاتې کېـــدل
_____
اروښاد عمردراز مروت صیب
ایک تبصرہ شائع کریں