مكالمه
زمونږ یؤ خوږ ملګري ، ګران ډاکټر شهاب عزیز ارمان صېب ته وئیلې وو چې شهاب صېب غېر منطقي خبرې کوي ، لکه الحاد خپور شو ؟ اؤ خلک دې ګنې د فلسفې اؤ د سائینس زده کړې ته پرېښودې شي ، ټول عمر مونږ د صرف اؤ نحوي نه څۀ جوړ کړل ؟ وغېره وغېره ، دغه ګران ملګري د صيغو ګردان هم غلط "کوټ" کړې وو ، لکه چې په دغه لار نۀ وي تېر شوے ، مُعترض ته دې یاده وي چې د "فعل" ، "يفعل" دا فن د قرآن کریم د تفهیم د پاره زده کولې شي ، په دې څوک ايټم بم نۀ جوړوي ، مثلًا کۀ د قانون پۀ کتاب کښې د سائنسي ایجاد لۀ مخه د سائنس د پېچیدګو لاره څوک د قانون په کتاب کښې ګوري نو دا به احمقتوب وي. دغې ملګري ته زما خواست دے چې غربي فلسفه دې راوخلي اؤ د اسلام د ارواپوهنې سره دې يې سم دوباره لکه د فارابي (معلم ثاني) ترتیب اؤ تدوين کړي نو زمونږ د جديد فلسفے اؤ منطق امام به شي اؤ مونږ به ئې مقتدیان شو.
بحر کېف د سائینس نه خو هیڅ څوک انکار نۀ کوي ، زۀ پخپله د ارټيفیشل انټېلیجنس انجينئیر یم اؤ دلته په حجاز کښې دغه دنده لرم اؤ د ژوند په هلو ځلو کښې هغه شان حصه اخلم څنګ چې پکار وي، په دې خوښ یم چې د مسلمان انرجي د مسلمانانو د پاره صرف کېږي. فلسفه اؤ منطق ته هم په درانۀ سترګه ګورو ځکه چې دغه علوم مونږ "صیانت د ذهن ګڼو ، عن الخطاء في الفکر" ګڼو ، مګر چرته چې پکښې "خو" وي نو د هغې سپیناوے زمونږ ایماني فريضه ده.
زۀ د بعضې غربي مفکرینو د اساسي مفکورې اؤ د نظریاتو د وړاندې کلولو هڅه کؤم ، د دې کتنې موخه دا ده چې په اسلام کښې د حق اؤ خیر اؤ په غرب کښې د حق اؤ خیر د مفهوم تر مینځ هیڅ مماثلت نشته اؤ د حق اؤ د خیر دا دواړه نظامونه د يؤ بل سره مخالفت لري. له همدې امله د دې تر مینځ مکالمه کول ممکن نهٔ دي. په دې وخت کښې باید د غربي مفکرینو اؤ فلسفایانو اسلامي محاکمه وړاندې کړې شي چې د هغوئ په افکارو د غربي تمدن د فلسفې پوره عمارت ولاړ دے نو د پوهانو او لوستوکیو د توجه لپاره د لويديځ د سترو مفکرينو او فلسفیانو په هکله په لنډه توګه يو څو عمومي ټکي وړاندې کؤل به اړين وي.
پهٔ هر فکري نظام کښې تر ټولو ستره ستونزه د تصور ذات ده یعنې self ده . د بحث تمرکز د شلمې پیړۍ فلسفه ده خو د شلمې پېړۍ په فلسفه کښې د "تهیوري آف سيلف" د مفهوم د پوهېدلو د پاره د اتلسمې او نولسمې پېړۍ د مشهورو فلسفيانو په اړه هم څو خبرې د تمهيد د پاره کول پکار دي ، ځکه چې په شلمه پېړۍ کښې په غرب کښې د الهیاتو او ما بعد الطبیعاتو په برخه کښې بنیادي کار نهٔ دې شوے. په بنیادي توګه د اتلسمې او نولسمې پیړۍ د مفکرینو په کارونو باندې نوې شرحې لیکل شوي دي. دا خبره د ما بعد الطبیعات او د اخلاقیات دواړو په حقله په وثوق سره وئیلې شي. هاغه فکرونه چې په اتلسمه پېړۍ کې یې عیسویت ته ماتې ورکړه دوهٔ څانګې لري.
۱- تنويري خوځښت (Enlightenment)
۲ – رومانتيسزم خوځښت (Romanticism)
دا دواړه تحریکونه د مغربي تمدن بنیادونه دي.
د غربي تمدن بنسټيز ايډيالوژي له همدغو تحریکونو څخه راوتلي دي ، د دوئ بنیادي تصورات، عقائد اؤ افکار په حقيقت کښې د تنويري غورځنګ اؤ رومانتيسیزم غورځنګ څخه راوتلي دي، دوئ عقیده رد کړې ده اؤ دا دواړه تحریکونه په اساسي توګه د وحی څخه انکار کوي . په عین حال کښې پهٔ دغه معنو کښې دوئ د عیسایت څخه هم منکر دي (دهریه اؤ ملحدين دغه فکر کوي چې ګنې دوئ به هم په دغه بنیاد دین له ماتې ورکړي مګر د دين په حقله د دوئ سره تر قیامته پورې وخت دے چې خپله طبع ازمائي اوکړي ، اسلام يؤ مستحکم دين دے)
مارټن لوتر، د پروټسټنټزم بنسټ ایښودونکے ، د الحاد پهٔ وده کښې اصلي مجرم دے ، انساني عقل يې يوازینۍ وسیله اوګڼله اؤ د وحي د انکار لپاره یې زمینه برابره کړه ، زمږنږ د پاره څومره چې عقل ضرورې دے ، هومره د مغیباتو د پاره وحي ته اړتيا لرو. د وحي څخه انکار پهٔ دې معنا چې حقيقت (علم الوجود/انټالوژي) ته د عقل استقرائي اؤ عقل استخراجي په بنیاد رسائي ممکنه ده یعنې عقل دا کولې شي چې د وحي نه پرته د هر سوال ځواب ورکړي لکه : پهٔ کائنات کښې د انسان مقصد څهٔ دے ؟ پس د مرګه به انسان چرته ځي ؟
مونږ وایؤ د وحي نه پرته د مغیباتو سره نسبت لرونکې واړه پوښتنې ځوابول ګران دي. اسلام هم دغه وايي، مګر دغه تنویري تحريکونه دا وائي، چې د مغیباتو دې پوښتنو له د انساني عقل ځوابونه کافي شافي دي اؤ انساني عقل وحي ته اړتیا نهٔ لري. دوئ به دا مثال ورکوو لکه څنګه چې د ریاضیاتو او منطق ستونزې د عقل په کارولو سره حل کیدی شي ، نو دغسې د مغیباتو ستونزې هم د عقل په کارولو سره حل کیدی شي.
د تنویري خوځښت د پوهې سرچینه فقط عقل دے اؤ د دې پوهاوي له مخې، دا ډول پوښتنې لکه مونږ څوک یو؟ له کومه راغلي یو؟ د مرګ نه پس به چرته ځو؟ وغيره ، دا ټولې پوښتنې د عقل پهٔ مرسته ځوابولے شو. د تنویري غورځنګ په مقابل کې رومانتیسزم وایي چې حقیقت ته د رسیدلو د پاره مونږ د عقلِ اسقرائي اؤ عقلِ استخراجي ته اړتیا نهٔ لرو بلکۍ زمونږ د پاره وجدان (حدس/انتويشن) کافي دے. دا يؤ لاطيني کلمه ده چې معنا يې کتل/اشکاره کېدل دي اؤ د دې معنا دا شوه چې د تنویري تحریک برعکس رومانوي تحریک حقیقت براهِ راست کتلې شي اؤ د دې براهِ راست لید سرچینې د انسان جبلت، انساني خواهشات او احساسات دي اؤ هم دغه وجدان دے نور څهٔ نشته. استقرائي اؤ استخراجي عقل د انساني جبلتونو ، خواهشاتو اؤ احساساتو د پاره آله ده . د رومانتيسیزم له مخه د پوهې اصلي سر چینه وجدان دے اؤ عقل د خواهشاتو غلام دے (Reason is the Slave of Desire)
بنتهم bentham وائي چې حقیقت ته د رسيدلو وسیله وجدان دے اؤ په انسان کښې دننه فقط جبلتونه دي چې انسان پرې حقیقت (انټولوژیکل رئیلټي) ته رسي . له سیاسي او ټولنیز اړخه دې دویمي فلسفې تر ټولو زیات اثر لرلو ، روسو هغه اولنې سړے وهٔ چې دغه دوهٔ خوځښتونه یې سره یؤ کړه.
د روسو پهٔ نزد بنیادي تصور د General Will دے. د روسو پهٔ نزد انسان پهٔ بنیادي توګه خېر دے اؤ تل تر تله انسان د خېر طالب دے . د انسان غوښتنې، جبلتونه اؤ احساسات د طبیعت له مخې خالص دي. همدا لامل دے چې انسان د خپلې ارادې لاندې څهٔ غواړي هغه عمومي خیر دے. انسان په اتوماتيک ډول، پرته له کوم وحي، پرته له کوم لارښود، پرته د کوم نظامي اطاعت، په خپل ځان مکلف دے چې د عمومي ارادې په واسطه د خیر اراده وکړي.
هم دا تصور/مفکوره د جمهوریت اؤ د سرمایه دارۍ د نظام بنیاد دے. General Will always wills human welfare
موخه یې دا ده چې د انسان عمومي اراده د خېر ده، انسان پهٔ دې مجبور هم دے اؤ د عمومي خېر ارزومند هم دے. The Self is essentially good
انسان په حقیقت کښې ښهٔ ادراک کوي او د خېر کولو اراده هم لري. د رومانتيسزم له مخې، د انسان روح په اصل کښې د نیکمرغۍ سرچینه ده. د دې منطقي پایله دا ده چې د پوهې اؤ ښهٔ عمل کولو د پاره وحي ته اړتیا نشته. د تنویري خوځښت د تصور له مخه پهٔ انسان اؤ خدائې کښې پهٔ بنیادي توګه هیڅ توپیر نشته. دا مفکوره په بیلابیلو طریقو سره په بیلابیلو ټکو کښې څرګند شوي ده . د ټولو نه زیات دا د سارتر پهٔ افکارو کښې څرګند دي . عمومًا په شلمه پېړۍ کې دا خبره مخې ته راځي، خو د ابتدا راسې دا مفکوره چې انسان د علم، عمل، سیاست او معاشرت کښې چاته محتاجه نهٔ دے.
د آزادۍ Freedom اؤ خود مختارۍ Autonomy د تصور بنیاد هم دغه مفکورې دي چې د دغې دوو خوځښتونو مشترکه میراث دے . په غربي تمدن کې دغه پورته مفکورې دي چې انسان قائم بالذات ګڼي اؤ د اسلام سره دغه د ټولو نه لوئ ټسل دے.
مونږ دا نهٔ وایو چې د حق و خېر دغه غربي مفکورې ځانله دي اؤ د اسلامي تعلیماتو د حق و خېر معیار جدا دے نو ګویا زمونږ تر مینځ مکالمه کېدې شي ، د مکالمې هډو سوال نهٔ پېدا کېږي ځکه چې دغه مفکورې د اسلام سره پهٔ ښکاره توګه تصادم دے.
د مغربي فلسفې کلمه لا اله الا الانسان ده اؤ چې کله کلمې تضاد لري نو بیا د مکالمې جواز نهٔ پېدا کېږي. غربي تمدن د وحي څخه انکار کوي او ادعا کوي چې حقيقت ته د وحي پرته د دلیل پهٔ بنیاد اؤ د انسانی جبلتونو پهٔ بنیاد رسائی موندلی شي اؤ مونږ دا وایؤ چې بعضې داسې امور وي لکه واړه مغیبات چې پهٔ هغې کښې انسان وحي ته محتاجه دے.
په اخره کښې دغې دروند ورور ته خواست دے چې الحادي فلسفه دې زمونږ د ګریوان نه ګوتې اوباسي نو مونږ ورته هیڅ هم نهٔ وایو .
خيام يوسفزے
Post a Comment