نظم : اجمل خټک
د يو ملا نه مې تپوس وکړلو
ماوې مُلاصاحب ! جنت بۀ څۀ وي ؟
هغۀ پۀ ګېډه لاس وهۀ وئېل ئې
تازه مېوې او د شودو رودونه
خوا کښې کتاب ته يو طالب ناست ٶ
ما وې چې ته به پکښې څۀ ووائې ؟
د زليخې کتاب ئې بند غوندې کړو
وېل ئې ښائسته حورې او شنه خالونه
شېخ د تسبو امېل په لاس ولاړ ٶ
په خپله ږيره کښې ئې لاس وهلو
دۀ پرې راودانګل؛ نه داسې نۀ ده
ښکلي غلمان او جنتي سرونه
يؤ خان په لويه سجده پروت پاڅېدو
ما وئيل چې خان کاکا ستا څه رايه ده ؟
خپله شمله ئې سموه، وئې ئې
د سرو او سپينو عنبري کورونه
خوا کښې يؤ ستړے سولېدو ولاړ ٶ
ما وې مزدوره ! تۀ جنت پېژنې؟
د خپل تندي خوله ئې وچه کړله
وئيل ئې مړه ګېډه، خواږه خوبونه
يو لېونے غوندې په لار تېرېدو
ما وئېل، يه! فلسفي ته څۀ وائې ؟
خپل ببر سر ئې ګراوو وئيل ئې
بس د انسان د خوشحالو خوبونه
ما دې خپل زړۀ ته سر ور ښکته کړلو
دۀ په اوترو سترګو بره کتل
دې شين اسمان ته غورېدو وئيل ئې
ما اورېدل ترې دا يو څو لفظونه
وئيل ئې اے د لامکان خاونده !
په خپل مکان کښې خپل اختيار جنت دے
ګنې د دغې لېونتوب په نامه
که نار وي نار، که دار وي دار جنت دے
Post a Comment