ساګر تنقیدي

شاعرې

منگل، 27 اگست، 2024

ساګر تنقیدي


sagar.tanqide


ځکه مې زړه وطن قجیره سره نه لګیده

ملنګ فطرت مې د امیره سره نه لګیده


د هغو لاسو تحفظ له مو زنځیر په غاړه

خو هغه لاس و، د زنځیره سره نه لګیده


زما ددغو شهیدانو شمېر به څوک راکوي

زما سرحد خو د کشمیره سره نه لګیده


چې د ډیلي په محلونو لګیده روان وو

خو هغه سر و،د پامیره سره نه لګیده


چې د شها وربل یې باج کړو په سیاسي جوارۍ

ښکاره ده سر یې د ضمیره سره نه لګیده


دادی غازي عبدالله شاه مستو څپو ته پروت دی

د ساګر شور ،چا وې د پيره سره نه لګیده


ایک تبصرہ شائع کریں

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف