ښار په ښار او غره په غره درپسې ګرځــم
ګلـــــــــه زه لکــــــــــــــــه اوبه درپسې ګرځم
پـه اغزو په کاڼو بوټـــــــــو مې پښې لګي
په شپېلۍ کې د شپـــــــــانه درپسې ګرځم
د بڼـــــــــــو په شـــــــــانې غېږه رانه تاو کړه
چې مــــــدام لکه لېمـــــــــــه درپسې ګرځم
د کمر د هسکې څـــــوکې موملايي شوې
يو زخمي زخمي غرڅـــــــــه درپسې ګرځم
راشــــــه نن خو د کنډو دسر سپوږمۍ شه
خورم ډغرې په تياره درپسې ګرځـــــــــــــم
په بې غمــــــــــه زړه زما په زړه کې کښېنه
چې ډاډه شمـــــــــــه او نه در پسې ګرځــــــم
د نغمــــــــو کاروان دې راوله جــــــــــــانانه
د غزلو غــــــــــوندې زه درپسې ګرځــــــــــم
ایک تبصرہ شائع کریں