ﺩ ﻫﻐﻪ ﮐﻠﻲ ﻧﻪ ﺭﺍﻏﻠﻲ ﻣﯿﻠﻤﻪ/ صاحب شاه صابر

شاعرې

ہفتہ، 31 اگست، 2024

ﺩ ﻫﻐﻪ ﮐﻠﻲ ﻧﻪ ﺭﺍﻏﻠﻲ ﻣﯿﻠﻤﻪ/ صاحب شاه صابر

 


(پښتنه)


ﺩ ﻫﻐﻪ ﮐﻠﻲ ﻧﻪ ﺭﺍﻏﻠﻲ ﻣﯿﻠﻤﻪ!

ﻭﺍﯾﻪ ﺩ ﻫﻐﻪ ﮐﻠﻲ ﺣﺎﻝ څنګه ﺩﯤ؟

ﭼﯥ څه ﺑﺪﻟﻮﻥ پکي ﺭﺍﻏﻠﯥ ﮐﻨﻪ؟

ﺩ ﺧﻠﮑﻮ ﻓﮑﺮ څنګه ﺧﯿﺎﻝ څنګه ﺩﯤ؟


ﺍﻭﺱ ﻫﻢ ﺩ ﻫﻐﻪ ځائې ﻟﯿﮑﻮﺍﻝ ﺷﺎﻋﺮﺍﻥ

ﺩ آفسرانوں ﻗﺼﯿﺪﯤ ﻭﺍئي

ﺍﻭﺱ ﻫﻢ ﺩ ﻫﻐﻪ ځائې ﺧﺎﻧﺎﻥ ﻣﻠﮑﺎﻥ

ځاﻥ ﺩﺭﻧﻮﻱ خپلي ﺩﺭﻧﯥ ﻭﺍﺋﻲ

ﺍﻭﺱ ﻫﻢ ﺩ ﻫﻐﻪ ځائې ﻏﺮﯾﺐ ﺩﻟﻪ ﺩﯤ

ﭘﻪ ټوﮎ ډﻭډۍ ﭘﺮﺩۍ ﻫﺠﺮﯤ ﺳﺎﺗﻲ

ﭘﻪ شاباﺳﻲ ﺑﺎﻧﺪي ﻣﺮګوﻧﻪ ﮐﻮﻱ

ﺷﺎﻥ ﺩ ﺧﺎﻧﺎﻧﻮ ﺩ ﺷﻤﻠﯥ ساﺗﻲ

مجرمان اوس هم سپین سپیزلي ګرزي

افسران اوس هم رشوتونه اخلي

سمګلران اوس هم د نوټونو په زور 

د چا ایمان د چا سرونه اخلي


ﺩ ﻫﻐﻪ ﮐﻠﻲ ﻧﻪ ﺭﺍﻏﻠﻲ ﻣﯿﻠﻤﻪ 

ﻭﺍﯾﻪ ﺩ ﻫﻐﻪ کلي حال څنګه دې؟


هلته کي اوس هم د عاشق زندګي

په غم لړلو اسویلو تیریږي

اوس هم د میني د مئین زندګي

په فریادونو په زبیرګو تیریږي

اوس هم دهغه ځائې د ښکلو فرقه

د عشقه بود غواړي بهبود غواړي

د مئینانو نه څه بوده کوي

د محبت د سره سود غواړي


د هغه کلي نه راغلي میلمه!

وایه زما د لالي حال څنګه دې؟

چرته په لار کوڅه کي ښکاري کنه؟

څوک يې په ښه بده کي ستايي کنه؟

زما غزلې خو تري هېري نه دي؟

د خپل ښایست سندري وايي کنه؟

ریښتیا زما هغه یاران څنګه دي؟

د محبت په لاره سم دي کنه؟

د غیرت اور خو يې مړ شوی نه دي؟

په مینه هغسې محکم دي کنه؟


د هغه کلی نه راغلي میلمه! 

وایه د هغه کلي حال څنګه دې؟


چې څه بدلون پکي راغلی کنه

زما خواري خو اوبو وړي نه ده؟

زما محنت څه ځائې نیولې کنه؟

هغه تودې جذبې سړې خو نه دي

ما بلي کړي ډیوې مړې خو نه دي


د هغه کلی نه راغلي میلمه!

وایه د هغه کلي حال څنګه دې

چې څه بدلون پکې راغلی کنه؟

د خلکو فکر څنګه خیال څنگه دی؟


 صاحب شاه صابر

ایک تبصرہ شائع کریں

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف