غزل
دا چې غمژنې شوګېرې کوې دا چاته کوې
لکه مرغې په غنو شپې کوې داچاته کوې
چې دې ښېرې او سېزي شونډې دعاګانې یې کړه
په دعاګانو کښې ښېرې کوي دا چاته کوي
په خاموشۍ کښې هېبت ناکې زلزلې راولې
داکله کله چې نعرې کوې دا چاته کوې
تا خو دا ټول سپرلے په دې دامانو ځان له تير کړو
چه د ګل پاڼو نه جامې کوې دا چاته کوې
ته خپل غمژن غمژن اواز رسوول چاته غواړې
دا کله کله چې ټپې کوې دا چاته کوې
خال په تندي ږدې د رېدي د زړه د سوي داغه
چې د غانټولو نه ګجرې کوې دا چاته کوې
دا تاته چا دي در زده کړي د سائل سندرې
چې په سندرو کښې ګېلې کوې دا چاته کوې
Post a Comment