مانېرۍ کې يو سړے دے ـ د فطرت شاعر د فطرت د رنګونو شاعر ۔۔ـــ عزيز مانيروال

شاعرې

منگل، 27 اگست، 2024

مانېرۍ کې يو سړے دے ـ د فطرت شاعر د فطرت د رنګونو شاعر ۔۔ـــ عزيز مانيروال

 


مانېرۍ کې يو سړے دے ـ


د فطرت شاعر د فطرت د رنګونو شاعر ۔۔ـــ

عزيز مانيروال

زه چې د عزيز شاعري لولم ما ته داسې محسوسيږي لکه چې د ابشارونو شاعري وي۔  د چينو او د خوړونو شاعري وي۔ د نخترو او چنارونو شاعري وي د بلبلو شاعري وي۔  د خاروګانو چنچڼو او توراڼکو شاعري وي۔  

زما يو ډېر خوږ ملګرے د عزيز په اړه واٸي چې عزيز د پښتنو ويليم ورډزورت دے خو زه ورته وايم د هغوي سره د فطرت نور شاعران هم شته او زمونږ سره بس هم دغه يو عزيز دے۔ عزيز په سهي معنو کې د پښتو او پښتنو شاعر دے۔ چې د خپل کلتور او رواياتو په مينه کې داسې حد ته رسېدلى دے۔  چې په دې مشيني دور کې هم د موبايل انټرنيټ وغېره د استعمال نه شايد په دې وجه ډډه کوي۔ چې دغه څيزونه د هغه د ژوند په هغه لاره کې خنډ نه شي۔  کومه چې د پښتنو د حجرو جوماتونو او يا هم د پښتونخوا د غرونو د سردرو په طرف ځي۔ عزيز په ژوند مٸين سړى دے۔ او هغه شايد ژوند هم د فطرت په رنګونو د فطرت په خوشبويانو د فطرت په موسيقۍ او يا هم د پښتون کلتور په جولۍ کې لټوي ۔ عزيز د پښتون وطن او پښتنو د مينې مجنون دے۔ او په دغه جنون کې دومره حد ته رسېدلى دے چې کله واٸي۔ 

 

که دي د سمې که د غره ښکلي دي

ټوله دنيا کـــې پــښـتانه ښــکلي دي ـ


او کله واٸي۔ 


ښکلو که په سمه که په غره کې يۍ

راشٸ خپل زړګے مې نيلام کړى دے

ـ

چې اکثر پرې وګړي۔ د نرګسيت او نسل پرستۍ الزام هم اولګوي۔ خو عزيز د دغه خبرو هيڅ پرواه دار هم نه دے۔ عزيز د خپل رنګين مزاج باوجود يو ډېر معصوم او يو رنګ بنده دے۔ چې خپل رنګ په هيڅ حال او د هيچا د پاره د بدلولو کوشش نه کوي۔ 

هسې خو په شاعرۍ کې ډېرې لارې او مکتبونه دي۔  خو بيا هم د شاعرانو او شاعرۍ د پاره دغه دوه اسطلاحات عام دي ۔  ادبي شاعر او ادبي شاعري۔  اولسي شاعر او اولسي شاعري۔ اولسي شاعري هغه وي چې د عام اولس په ژبه کې کيږي او موضوعات ي هم عام وي۔  او ادبي شاعري هغه وي چې د عام اولس په ځاے محض اديبان پرې پوهيږي ـ او بيا ادبي شاعري هم په خپل ځان کې بلا قسمونه مکتبونه او اړخونه لري ۔ دغه بېله موضوع ده او په خپل ځان کې ډېره وسيع او فراخه موضوع ده۔   خو په دغه کې هم عزيز زه ويم ادبي اولسي شاعر دے۔  چې شاعري ي که هر څومره د ادب د اعلا معيار شاعري ده خو د هغې باوجود هم عام فهم او د عام اولس په ژبه کې شوې شاعري ده۔ او رومان يې هم سوچه پښتون رومان دے۔ چې د پښتنو رواياتو او پښتون وطن د رنګونو په رنګ کې رنګ دے او عام وګړي پرې نه صرف پوهيږي بلکې خوندونه ترې اخلي او خپلې جزبې پرې پاروي۔  زه اکثر د عزيز شعرونه د داسې خلقو د خلې نه واورم چې د شعر و ادب سره يې تر لرې لرې تعلق نه وي۔  خو بيا هم د عزيز شاعري ورته ياده وي۔  

 په پښتو شاعرۍ کې د عزيز د ځانګړي رنګ په اړه زه اکثر وايم چې که چا دغه رنګ خپلولى شوى نو ما به د عزيز رنګ اغستے ٶ۔  خو د عزيز قد هم لکه د پښتونخوا د جګو غرونو دومره لوړ دے   ۔ هغه د صاحب شاه صابر شعر دے چې۔

  

ستا د قامت سيالي اسانه نه وه

چنار په ژمـــي کې لـمــبې کولې 

ـ

زه ويم شايد وجه ي د عزيز دغه لوړ قامت وي۔  چې د هغه خيالونه هم لکه د پښتونخوا د غرونو د سردرو د ګلونو ځانګړي رنګونه او خوشبويانې لري۔  څنګه چې د غرونو د سردرو ګلونه د کورونو په ګملو کې نه زرغونېږي۔   هم داسې دغه رنګ خيالونه هم په نورو سرونو کې نه زرغونېږي۔

عزيز که څه هم يو انتهاٸي حساس او نرم زړى بنده دے۔ خو د خپل وطن او اولس په مينه کې د انتها درجې انتها خوښى هم دے۔ 

د عزيز شاعري که يو اړخ ته د پښتون وطن د سردرو د ګلونو رنګونه او خوشبويانې په پښتون وطن کې پاشي۔  خو بل اړخ يې د پښتنو ماشومانو د ژړاګانو د پښتنو پيغلو د بې وسيو او د پښتنو ځوانانو د خوارو برخو عکاسي هم د هغوي په ژبه کوي۔  

عزيز د يو شاعر پرته يو دروند پښتون او د غم ښادۍ سړى هم دے۔ چې د پښتونخوا وطن په ګوټ ګوټ کې ميشته د خپل هر ملګري د بچو نومونه ورته هم ياد وي۔ 


په مينه مست ګرځمه

زمـــــــا نشې ته ګوره


عزيز د پښتونخوا د کوڅو هغه مست ملنګ دے چې د مينې پرته د چا نه هيڅ نه غواړي۔  او خپله هم د مينې او پښتونولۍ يوه لويه پنګه لري چې ټول عمر يې په پښتنو او وېشله خو څه کمى پکې نه راځي۔  


ستا په لاس کې څه دي ما ته اوښايه

مــــا ســـــره د قـام د مـــينې پنګه ده

ــ

دغه تحرير زوړ دے 


عزيز لالا ته او ټولو پښتنو ته دې مبارک وي۔  پکار ده چې دغه خلق په ژوند اونازول شي۔

ایک تبصرہ شائع کریں

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف